۱۳۹۳ فروردین ۹, شنبه

په هلمند كې مدني بنسټونه ; ددې ولايت دنوروسیموترڅنګ په شمالي هلمندکي هم دټاكنوپرمهال دپراخو درغليوڅخه سخته انديښنه لري

راپور-۲۹-۳-۲۰۱۴
په هلمند كې مدني بنسټونه ددې ولايت دنوروسیموترڅنګ په شمالي هلمندکي هم دټاكنوپرمهال دپراخو درغليوڅخه سخته انديښنه لري .
دغه اندیښني دټاکنودخپلواک کمیسون ځاي مسول .مدني بنسټونو.اودفیفااستازودیوي خبري ناستي پرمهال دشنبي په ورځ خبریالانوته په ډاګه کړي .
په ورته وخت کي دټاکنودکمیسون چارواکي وايې پدي ولایت کي به دهرډول درغلیودمخنیوي ترڅنګ يې بیلابیل پلانونه هم جوړکړي اوچاته به زمنیه برابرنسي چي په درغلیولاس پوري کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
ددغي دخبري ناستي پرمهال دمدني بنسټونواستازو وويل داچي دفیفاسره يې په ګډه یوشمیرپلانونه جوړکړي دي خوبیاهم پدي ولایت کي دپوره درغلیوکولوڅخه يې اندیښني خورازیاتي دي .
دوي زیاته وي په شمالي هلمندکي اوس هم ناامني ددي باعث ګرځي چي درغلیوته پوره زمینه برابره کړي
ددوي په ونیادنوماندانود كمپاينونوپرمهال ځينودولتي چارواكوله دولتي امکاناتوڅخه د كمپاين لپاره گته پورته كړې
خوزیاته وي ښايي په ځينوسيموكې دولتي چارواكي د ټاكنوپرمهال دکوم مشخص نوماندپه ګټه په درغليوهم لاس پورې كړي.

په ورته وخت کي په هلمندکي دټاكنود خپلواك كمسيون ځايي مسؤل قدرت الله نقشبندي وايي تردې مهاله يې ترپنځه زره زياتوناظرينوته كارتونه وركړي اوددې ترڅنگ يې د درغليود مخنيوي لپاره هم یوډول پلانونه جوړكړي اوډاډورکوي چي راروانې ټولټاكنې به په دې ولايت كې په پوره شفافیت سره ترسره سي 

هغه وايې دې ولايت ته ټول ۲۱۹ د رايې اچونې مركزونه وركول سوي چې له جملې څخه ۱۴۷ فعاله اويوشميريې اوس هم له سختوامنيتي گواښونوسره مخامخ دي .
دده په خبره له ټاکنووړاندي به ددي ولایت ټولوهغه سیموته چي امنیتي ستونزي ونلري لوژستیکي وسایل ولیږدوي .

داپه داسي حال کي ده چي ددي ولایت امنیتي مسولین تل ډاډورکوي چي پرته له کومي امنیتي ننګوي به پدي ولایت کي راتلونکي ټولټاکني ترسره سي خودخلکواومدني بنسټونوداستازوسره بیاپدي ولایت کي دامنیت په برخه کي پوره تشویشونه موجوددي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر