۱۳۹۳ فروردین ۱۰, یکشنبه

د گرشك ولسوالۍ اوسيدونكي : وايې په هرډول حالاتوكې به بیاهم په راتلونکوټاكنوكې برخه واخلي.

راپور-۳۰-۳-۲۰۱۴
د هلمند د گرشك ولسوالۍ اوسيدونكي وايې په هرډول حالاتوكې به بیاهم په راتلونکوټاكنوكې برخه واخلي
كه څه ددي ولسوالۍ كې امنيتي مسؤلين د پوره امنيت ډاډ وركوي خواوسيدونكي يې بیاوايي د رايې اچونې كارتونه نلري اوپه راتلونکوټاکنوکي به څنګه برخه واخلي .
خوپه دې ولايت كې د ټاكنود خپلواك كمسيون مسؤلين وايي په كافي اندازه يې كارتونه خلكوته ويشلي اودا لړى اوس هم یوازي په مرکزکي روانه ده.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
د گرشك ولسوالۍ اوسيدونكي وايي كه څه هم په دې ولسوالۍ كې دراتلونکوټولټاکنولپاره تریوبریده امنیتي ننګوني شتون نلري اودوى هم چمتودي چې په هرډول حالاتوكې په ټاكنوكې برخه واخلي خوزیاته وي ستونزه يې داده چې دوى ته تراوسه هم د رايې اچونې كارتونه نه دي وركول سوي نوڅنګه به وکولای سي چي په یادوټاکنوکي برخه واخلي .

د دوى په وينا په مركزكې امنيتي ستونزې نشته خوپه كليوالوسيموكې لاهم ځينې اوسيدونكي نسي كولى چي په ډاډه زړه خپله رایه وه کاره وي .
خوپه دې اړه په هلمند كې د ټاكنود خپلواك كمسيون مسؤل قدرت الله نقشبندي وايي له کومه وخته چي د كارتونود ويش لړى پيل سوې اوس هم په مرکزکي دوام لري اوتردې مهاله يې ددې ولايت تر۱۱۰ زره زياتواوسيدونكوته د رايې اچونې كارتونه وركړي خوزیاته وي اوس هم خلك كولى سي ياد سوي كارتونه اوس هم له مرکزي دفترڅخه ترلاسه كړي.
بل پلوبیادګرشک ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن حكمت الله حقمل وايي ددې ولسوالۍ په ډيرى سيموكې یه د ټاكنودښه امنیت دخوندي کولويې پوره زمینه برابره کړي ده .

د نوموړي په وينا په کوموسيموكې چې امنيتي ستونزې شتون لري د ټاكنوترورځې پورې په یادوسیموکي به چاڼیزعمليات وکړي ترڅوخلك په ډاډه زړه وکولاي سي خپلې رايې وکاره وي .

گرشك چې د هلمند يوه گڼ ميشته ولسوالي ده یوازي ورته د رايې اچونې ۱۸ مركزونه وركول  سوي دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر