۱۳۹۲ اسفند ۱۰, شنبه

هلمند :د ولسمشرى د دوونوماندانود دفترونونورې څانگې پرانيستل سوې

راپور-۱-۳-۲۰۱۴ 
په هلمند كې د ولسمشرى د دوونوماندانود دفترونونورې څانگې پرانيستل سوې
له دغه څانګوڅخه دښځولپاره دولسمشرۍ دنوماندډاکټراشرف غني احمدزي دکمپیاین اودځوانانولپاره دډکټرزلمي رسول دتبليغاتي كمپاين لپاره دي چې د شنبې په ورځ په لښكرگاه ښاركې رسما پرانيستل سوه .
ددې دفترونومسؤلين وايي  په اړوندوبرخوكې به د روان كمپاين لړۍ ولسواليوته هم وغځوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمند كې د ډاكتراشرف غني احمدزي د تبليغاتي كمپاين استازي وايي په لښكرگاه ښاركې یه دنورودفترونوسربيره د دښځولپاره هم نويې څانگه پرانيسته تر څوله همدې لارې ښځي  وهڅوي چې خپلې رايې د ډاكتراشرف غني په ګټه وکاره وي .
په دې مراسموكې وينا والوډاكتراشرف عني احمدزی د ولسمشرى لپاره وړشخصيت وباله اود هلمند له ټولوښځوڅخه يې وغوښتل چې خپلې رايې دده په گټه استعمال كړي.
پرهمدې حال كې په ياده سوې ورځ په لښكرگاه ښاركې د ډاكترزلمي رسول اړوند دځوانانو لپاره ه د روان كمپاين د دفترڅانگه پرانيستل سوه.
د نوموړي دفترمسؤلين وايي چې له همدې دفترڅخه به د په هلمندکي دځوانانولپاره نه يوازې په لښكرگاه بلكې په ځينوولسواليوكې هم د كمپاين لړى پرمخ یوسي .


په هلمندکي دولسمشرۍ دنوماندانوغونډي پداسي حال کي جوړیږي چي پدي ولایت کي په ډیری غونډوکي یوشمیرکسان ګډون کوي اودهرنوماندڅخه خپل ملاتړاعلانه وي داچي رایه به دکوم نوماندپه ګټه استعال کړي وخت به يې جواب ووايې 

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر