۱۳۹۳ فروردین ۱۱, دوشنبه

دهلمندامنیه قوماندان .دملي پولیسوپه لیکوکي پوره اصلاحاتوته جدي اړتیاسته .

راپور--- ---۲۰۱۴---۴---۱
دهلمندولایت دملي پولیسوپه لیکوکي پوره اصلاحاتوته جدي اړتیاسته .
دهلمندولایت دامنیه قوماندانۍ چارواکي وايې دوي به دپولیسوپه لیکوکي دښواصلاحاتودراویستلوترڅنګ دهغويوپرښونه اورزونه هم پوره غورکوي ترڅودهلمندولایت اوسیدونکوته پرقانون ولاړاوددوي دښه خدمت کولوپه موخه وړاوروزل سوي پولیس ولري .
دامنیه قومادندانۍ چارواکي پداسي حال کي دپولیسودلیکوڅخه ناراضي ښه يې چي ددي ولایت اوسیدونکي هم ډيری وختونه په ښاراولسوالیوکي دپولیسودناسم سلکوڅخه شکایت کوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندولایت امنیه قوماندان پاسوال عبدالقیوم باقي زوي وايې په هلمندکي به ټوله پولیس ملي کوي اوهیچاته به داحق ورنکړي چي قومي .ژبني .اوسمتي مسایل دپولیسوپه لیکوکي رامنځته کړي .
امنیه قوماندان زیاته وي په هلمندکي دپولیسومسلکي کیدل اوهلمندوالوته قانونمندپولیس وړاندي کول يې دکارونوپه لومړیتوبونوکي دي .

نوموړي ژمنه وکړه که يې په هلمندکي پولیس ملي اودخلکواوپولیسوترمنځ پراته وانټن ته دپاي ټکي کښینښودنوپه هم هغه ورځ به خپله دنده پایته رسوي .
امنیه قوماندان دپولیسوپه لیکوکي داصلاح لپاره دغه لوي بارته پداسي حال کي ملاتړلي چي له یوي خواټولټاکني له بلي خوادکوکنارودکښت لمنځه تلل اوپدي ورځوکي دهلمندپه یوشمیرولسوالیوکي دامنیتي ستونزوډيریدل هغه لوي لوي ننګوني دي چي ددي ولایت امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي .




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر