۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

هلمند: پنځه ماشومانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .

راپور—۲۰۱۴—۳—۶-
په هلمندکي پنځه ماشومانوته مرګ ژوبله اوښتي ده .
ددی ولایت دامنیه قوماندانۍ مطبوعاتي امرسمونوال عبدلاحدچوپان وايې تیره ورځ دسنګین ولسوالۍ دسرچیني په سیمه کي دوسله والومخالفینوله لوري پریوه اومنیتي پوسته دهوان مرمي توغول سوي ده چي یاده مرمۍ په یوه کورکي لیګدلي چي له امله يې دوه ماشومان هریوبسم الله ۸ کلن . اونسیم ۵ کلن ځاي پرځاي وژلي سوي دي .
دچوپان په خبره دهوان دمرمۍ دلګیدوله امله دري تنه نورماشومان هریوجانان . ۴ کلن .سمیع الله ۶ . اونسیمه ۳ کلنه يې ټپي کړي هم دي .
هغه زیاته وي بسم الله . نسیم . جانان اونسیمه دلعلي اولادونه دي اوماشوم سمیع الله ۶ کاله عمرلري دګل اغازوي دي .
دیادولوده چي پدي ولایت کي نه یوازي په جنګ کي شکیلوخواته مرګ ژوبله اوړي بلکي دملکي کسانودساتني لپاره هیڅ ډول پاملرنه نه کیږي چي ډیری وختونه دعاموخلکوترڅنګ تنکي ماشومان هم ددوي دګولوله امله سوري سوري اوژول سوي دي .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر