۱۳۹۲ اسفند ۲۴, شنبه

هلمند: په نوزاد ولسوالۍ کې دشته امنیتي ستونزوله امله د رايې اچونې يوازې دري مرکزونه پرانیستل سوي دي .

راپور-۱۵-۳-۲۰۱۴
د هلمند په نوزاد ولسوالۍ کې دشته امنیتي ستونزوله امله د رايې اچونې يوازې دري مرکزونه پرانیستل سوي دي .
د نوموړې ولسوالۍ مسؤلين وايي اوس مهال دوی يوازې د همدې مرکزونوامنیت خوندي ساتلي چې یوازي  د ولسوالۍ د مرکزاوسيدونکي کولای سي خپلې رايې استعمال کړي.
دوی داهم وايي چې د نوموړې ولسوالۍ په ځينوسيموکې دامنیتي ستونزود ډیریدوله امله پلان لري چې په نږدې راتلونکوورځوکې پراخه چاڼيزعمليات په لاره واچوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
د نوزاد ولسوال سيد مراد سادات وايي كه څه هم د نوموړې ولسوالۍ په ځينوسيموكې څه موده مخ کي چاڼيزعمليات ترسره سوي دي خولا هم په ځينوسيموكې پراخي امنيتي ستونزې شتون لري چې له همدې امله ددې ولسوالۍ په مركزكې د راتلونكوټولټاكنولپاره د رايې اچونې دري مركزونه دوى ته وركړل سوي دي.
دده په خبره دیادي ولسوالۍ دنوروهغه سیمولپاره چي امنیتي ستونزي یه ډيري دي دلري کولولپاره يې دیوه پلان لمخي به چاڼیزوعملیات وکړي ترڅوددي ولسوالۍ ټول اوسیدونکي په راتلونکوټولټاکنوکي برخه واخلي .

دولسوال په خبره د ولسمشرى اوولايتي شوراگانود ټاكنوسره یوځاي په دې ولايت كې د كوكنارود له منځه وړلوكمپاين هم پيل سوى چي دنوزاد ولسوالى په هغه سيموكې په لوړه كچه كوكناروكرل سوي دي چې دم ګړي دوسله والوطالبانوپه ولکه کي دي .

نوزاد ولسوالي د لښكرگاه شمال لورته په شاوخوا ۱۴۰ كيلومترى كې پرته ولسوالۍ ده چي دمسولینوپه وینادیاده ولسوالۍ دنفوسوشمیرشاه وخوادوه سوه اتیازره ته رسیږي دهلمند د ځينواوسيدونكوپه وينا یوازي درايي اچوني دري مرکزونه پرنشت حسابل کیږي داچي راتلونکوټولټاکنوته یوازي ۲۲ ورځي سته په دغه موده کي به دهلمنداداره څنګه وتوانیږي چي دنوزادترڅنګ په نوروولسوالیوکي هم دغه ډول ستونزوته دحل لاري چاري ولټوي وخت به يې جواب ووايې .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر