۱۳۹۲ اسفند ۱۱, یکشنبه

هلمند :په مركزلښكرگاه ښارکي پدي ورستیوکي د ترورپيښې خورازياتې سوې دي

راپور۲-۳-۲۰۱۴
د هلمند په مركزلښكرگاه ښارکي پدي ورستیوکي د ترورپيښې خورازياتې سوې دي .
ددي ولایت یوشمیراوسيدونكي وايي که دتروردغه ډول پيښې دوام وکړي ښايي ددي ولایت داوسیدونکوسره یوډول اندیښني زیاتي کړي .
دوي په دغه برخه کي دامنیتي مسولینوپرنه پاملرني نیوکه کوي اوغوښتنه هم کوي چي په ښاراوولسوالیوکي دي دترورمخه ونیول سي .
په همدي حال کي ددي ولایت امنیتي چارواکي دخلکودغه اندیښنه پرځاي بولي خوژمنه کوي چي دمخنیوي لپاره به يې جدي ګامونه پورته کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په دي ورستیوکي دلښکرګاه ښارپه دننه کي دترورپیښي دپام وړزیاتي سوي دي .
ددي ولایت یوشميراوسيدونكي وايي دتيرې شاوخوا يوې مياشتې راپه ديخوا په ښاركې د هدفي وژنواوترورلړۍخورازاتي سوي دي چې په ترڅ كې يې تردې مهاله ۷ تنوبيلابيلواوسيدونكوخپل ژوند له لاسه وركړى دى خوامنيتي اوكشفي ارگانونه تردې مهاله نه دي توانيدلي چې ددې پيښوعاملين ونيسي اود قانون منگولوته يې وسپاري.
دوي غوښتنه کوي که يې مخه ونیول سي ډیری کسان به خپل ژونددلاسه ورکړي خودولت هم په دغه برخه کي پړبولي .

د دوى په وينا كه دا لړى همدا ډول دوام وكړي دوى به يوځل بيا د څو تيروكلونوپه شان په امنيتي ځواكونوبې باوره كړي اوخپله به د خپل ژوند د ساتنې په برخه كې لاس په كارسي.
په ورته وخت کي بیاد هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگارهم مني چې په دې وروستيوكې په ښاركې د ترورپيښې زياتې سوې دي خو وايي چې یوشمیريې جنايي بڼه لري اودوى يې په كلكه په پلټنوبوخت دي.
انګاروايې یوکس يې چي غوښتل يې په ښارکي تروروکړي لاس په لاس نیولی دي خوزیاته وي چي پلټني یه دوام لري ترڅوعاملین يې ونیسي اودقانون منګلوته يې وسپاري .


د نوموړي په وينا پدغه برخه کي دوي یوډول پلانونه په كاراچولي ترڅو ددې ډول پیښومخه په کله نیول سوي وي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر