۱۳۹۲ اسفند ۱۴, چهارشنبه

هلمند: دکوکنارودکښت دلمنځه تلورسمي کمپاین پیل سو

راپور-۲۰۱۴-۳-۵-
په هلمندکي دکوکنارودکښت دلمنځه تلورسمي کمپاین پداسي حال کي پیل سوچي دتیرکال په پرتله ۲۵ سلنه په یادکښت کي زیات والي راغلي دي .
ددي ولایت چارواکي وايې دوي به په ټول هلمندکي سږکال لس زره هکټاره کرل سوي کوکنارلمنځه وړي خوویل کیږي چي پدی ولایت کي دنوروکلونوپه پرتله دکوکناروکښتونه زیات دي
 په ورته وخت کي ددي ولایت اوسیدونکي بیاپردولت تورلګوي چي په لوي لاس يې دکوکنارودکښت دزیات والۍ لپاره زمینه برابره کړي ده .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکي دکوکنارودکښت دلمنځه تلوکمپاین په رسمي ډول سره دمرکزترڅنګ په یو شمیرولسوالیوکي هم پیل سوو.
ددي ولایت دنشه يې توکوسره دمبارزي ریس سیداحمدوروروايې دتیرکال په پرتله دکوکنارپه کښت کي ۲۵ سلنه زیات والی راغلي دي .
دده په خبره دکوکنارودکښت لپاره دخارجي بازاردرلودل . حلالومحصولاتوته دبازارنه شتون . اوپه دښتي سیموکي دسولربریښناڅخه په استفاده په دغه کښت کي زیات والي راغلي .

بلخوابیاددي ولایت اوسیدونکي پردولتي چارواکوتورلګوي چي په لوي لاس يې دکوکناردکښت دکرولپاره زمینه برابره کړي ده .
دوي زیاته وي په ډیری سیموکي دامنیتي پوستوترڅنګ دکوکنارودکښت کرکیدل کرونده ګرتشویق کړي دي چي پدي ولایت کي خورازیات دکوکناروکروندي وکرل سوي .

خوپرهمدي مهال دهلمندولایت امنیه قوماندان مل پاسوال محمدحکیم انګارپه ټنګارسره وايې که کوم دولتي کس دکوکنارودکرلوپه نوم اویا هم ورسره په مرسته کولوکي تورن وه پیژندل سي سمدستي به يې له دندي لري اودقانون منګلوته به وسپارل سي .

دخلکواندیښني اوددولتي چارواکوټنګي ژمني که څه هم نوي خبري نه دي خوپدي ولایت کي هرکال په زرګونه هکټارکرل سوي دکوکناروکروندي حاصل ته وره سیږي .
داپه داسي حال کي ده چي تیرکال په ټول هملندکي یولک هیکټاره کوکنارکرل سوي ووچي دچارواکوپه وینایوازي یه اته زره هیکټاره لمنځه یوړل سول اوپاته ۹۲ زره هکټاره دکوکناروکښت خپل حاصل ته ورسیدي چي سږکال دتیرکال په پرتله ۲۵ سلنه زیات والي لري خوچارواکي وايې په ټول هلمندکي به سږکال یوازي لس زره هیکټاره دکوکناروکښتونه لمنځه یوړل سي .







هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر