۱۳۸۹ خرداد ۳, دوشنبه

په هلمندكي دښوونكي ورځ ديوې پراخي غونډي په ترڅ كي ولمانځل سوه اودغونډي پرمهال ښوونكوته ديوي نومري ځمكي اسنادونه هم وركول سوه

په هلمندكي دښوونكي ورځ ديوې پراخي غونډي په ترڅ كي ولمانځل سوه اودغونډي پرمهال ښوونكوته ديوي نومري ځمكي اسنادونه هم وركول سوه
په جوړه سوي غونډه كي دهلمندوالي دپوهني وزارت تدريسي مرستيال دولتي مسولين اوگڼ شميرښوونكواوزده كونكوبرخه لرله.
په هلمندكي ددوشنبي په ورځ ديوي پراخي غونډي په ترڅ كي پداسي حال كي چي دهلمندوالي محمدګلاب منګل دپوهني وزارت تدريسي مرستيال صديق الله پتمن دادارومسولينواوګڼ شميرښوونكواوزده كونكوهم برخه لرله .
غونډه دزده كونكوله خوادملي سرودپه ويلوسره پرانيستل سوه چي په پيل كي دهلمندوالي محمدګلاب منګل پخپلوخبروكي وويل چي نني نړي يوازي دښوونكي په وسيله اباده سوي اولاهم دپرمختګ په لورروانه ده ښاغلي منګل وويل په كومه ټولنه كي چي دښوونكي قدرنه وي هغه ټولنه يوه وروسته پاتي ټولنه ګڼل كيږي
دهلمندوالي دخوښي په څرګندولوسره وويل چي دتيروكلونوپه پرتله دزده كونكواوښوونځي په شميركي زياتوالي ددي ښكارندوي دي چي په هلمندكي دعلم اوپوهي ډيوه درڼايي په لورروانه ده
دپوهني وزارت تدريسي مرستيال ښاغلي پتمن دهلمندپرټولوخلګوږغ وكړي چي دښوونځيوورونه دخپلوبچيانوپروړاندي پرانيزي اوراتلونكي بچيان دپوهي په ګاڼه سنبال كړي ترڅوچي دديرشي كلن ناورين توري تياري دپوهي په ډيوه رڼاكړل سي
دهلمندوالي محمدګلاب منګل اودپوهني وزارت تدريسي مرستيال صديق الله پتمن اوديوشيمراداروريسانوله خواگڼ شميرښوونكوته دژوندكولولپاره ديوي يوي نمري ځمكي اسنادونه وركول سوه

۱۳۸۹-۳-۳

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر