۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۸, سه‌شنبه

دهلمندولاىت ىوشمىرکرونده ګرپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکړاوله اړونده اداروڅخه غوښتنه کوى ددى افت په ورکولوکى ورسره مرسته وکړى

دهلمندولاىت ىوشمىرکرونده ګرپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکړاوله اړونده اداروڅخه غوښتنه کوى ددى افت په ورکولوکى ورسره مرسته وکړى
دهلمندکرهڼى اومالدارى رىس په کښتونوکى په خاص ډول په کوکناروکى دىوه نوى افت خپرىدل منى او زىاتوى چى مرکزى ادارى ته ىى خبرورکړى دى.
دهلمندولاىت چى ىوکرهنىزولاىت دى اوپکښى بىلابىل مىوه لروونکى غىرى مىوه لرونکى مىوى کرل کىږى .
دهلمندولاىت پنځه شپىته سلنه اوسىدونکى خپلى اقتصادى چارى له خپلوځمکوڅخه برابروى اوترډىره حده ىى ځمکى ښه حاصلات ورکوى .
په دى وروستىوکى هلمندى کرونده ګرپه کښتونوکى په خاص ډول دکوکناروپه کښتونوکى دىوه نوى افت خبرورکوى .
دغه كرونده ګر زىاتوى څوکلونه وړاندى ىى هم په کښتونوکى دغه ډول مرضونه پىداسوى وه خوهغه وخت دغه مرض دومره خطرناک نه وو.
كرونده ګر واىى وړاندى ىى ځمکوښه حاصلات ورکول اوسږکال ىى له ډىرو مصرفونوسره سره کښتونودحاصل ترکچى ورسىدل چى ىوځل له وچىدوسره مخ سوه.
دوى زىاتوى که اړونده ادارى په خاص ډول کرهڼى رىاست ددوى په کښتونوکى ددى افت په لمنځه وړلوکى پاته راسى نوښاىى داپه ىوناورىن واوړى .
په همدى وخت کى دهلمنددکرهڼى اومالدارى رىس انجىنرعبدالله احمدزى ددغه افت ډىروالى په کښتونوکى ىوه لوىه ستونزه بولى دى واىى په دي اړه ورته څوورځى وړاندى کرونده ګروشکاىت کړوه چى ددوى درىاست له لورى سىمى ته ىوهىئت لىږلى وو چى هغه هىئت په نتىجه کى هم په بىلابىلوکښتونوکى دغه افت نښى نښانى معلومى سوى دي .
دى زىاتوى دغه افت نه ىواځى دکوکناروکښتونوته زىان اړولى دى بلکى په نورحبوبات کى يي هم نښى نښانى ترسترګوسوى دى .
دکرهڼى کارپوهان واىى که چىرى په ىوه کال کى په ىوه ځمکه کى ددى افت نښى معلومى سوى وى کىداى سى په راتلوونکى کال کى هم په کرل سوى کښت راپورته سى .
دځىنى کرونده كرونده ګرو په اندچى ددى حشرى پىداکىدل دىوه ډول پاکستانى کىمىاوى سري څخه دى .
په حاصلخىزوځمکوکى دغه ډول افت څوکاله وړاندى په فرانسه هىوادکى هم لىدل سوى وه خوهغه وخت ددى هىوادکرونده ګرودڅوکلونولپاره په ځمکوکى دکرنى مخه ونىول ترڅو ددى افت څخه خلاص سى اوترډىرى حده هغه پرمختللى هىوادونودبىلابىلوکرهڼى ضدمرضونو درمل هم وکارول چي لاىى هم مخه ونه نىول سول .
سروري هلمندلښكرګاه
۱۳۸۹-۲-۲۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر