۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

په هلمندكي ۴۰ تنه طالبان نيول شوي دي

ځايي چارواكوپه هلمندكې دڅلويښتووسلوالوطالبانودنيولوخبروركړ.
دهلمنددوالي وياندمحمدداوداحمدي وايي چې دچهارشنبې په ورځ دنوزادولسوالى دبرنوزادپه سيمه كې دامريكادسمندري ځواكونو،ملي اردواوملي پوليسولخواځانگړي عمليات ترسره شول چې په پايله كې يې څلويښت وسلوال طالبان له يوڅلويښت ميله سپكووسلوسره يوځاى نيول شوي دي.
دده په ويناچې په همدې مهال ددې ولسوالى دسلام بازارپه سيمه كې هم عمليات ترسره شوي چې په پايله كې يې څلورراكټ،پنځه عرادې موټرسيكلونه او۸۰كيلوگرامه تارياك دگډوځواكونولاس ته ورغلي دي.
خووسلوالوطالبانوپه دې اړه څه نه دي ويلي اوادعاكوي چې په همدې ورځ يې په موسى كلاولسوالى كې دبهرنيوځواكونودوه ټانكونه له منځه وړي اوگڼ شميرسرتيري يې وژلي دي

سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر