۱۳۸۹ اردیبهشت ۱۹, یکشنبه

دهلمندپه جنوب ۶۵كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګرمسيرلپاره نوي سرپرست ولسوال وټاكل سوو

دهلمندپه جنوب ۶۵كيلومتري كي پرتي ولسوالي ګرمسيرلپاره نوي سرپرست ولسوال دولايت دمقام ددفتردرئيس لخوادپنجشني په ورځ ددي ولسوالي مسئولينواوددي ولسوالي قومي سپين ږيروته دورپينژندولوورسته دولسوالي پرچوكي كښينول سوو،
خبر.................. سرروي دهلمندولايت په ۶۵كيلومتري كي پرتي ګرمسيرولسوالي لپاره نوي سرپرست ولسوال دولايت دمقام ددفتردرئيس ښاغلي محمدلعل احمدي لخواددي ولسوالي ومسئولينوته دورپنژندلووروسته د ولسوالي پرچوكي كښينول سوو،
دپنجشنبي په ورځ دولايت دمقام څخه پوه ځانګړي پلاوي دي ولسوالي ته ديوسفرپرمهال ددي ولسوالي لپاره دنوي سرپرست ولسوال دټاكلولپاره دي ولسوالي ته ولاړ ،
لومړي يادپلاوي دګرمسيرولسوالي په ډي ار ټي ياولايتي بيارغاوني دټيم سره په ډي ارټي كي ترلنډي كتني ورسته دولسوالي په انګړكي په هغه پراخه غونډه كي برخه واخيسته چي ددي ولسوالي دقومي سپين ږيروترڅنګ په سلګونوخلګوهم ګډون درلود،
دغونډي په پيل كي دولايت دمقام ددفترريٰئس محمدلعل احمدي ددي ولسوالي قومي سپين ږيرواوددي ولسوالي ټول اولس ته دهلمندوالي محمدګلاب منګل سلامونه وړاندي كړل ،
دولايت دمقام ددفتررئيس دتيرولسوال عبدالله جان دكارونواوددي ولسوالي دخلګولپاره دښه ژوندكولودزميني دبرابرولولپاره يي دده هڅي اوكوښښونه يي وستايل ،
خوده په دولت كي بدولون راويستل دسيمي داصلاح لپاره وه باله زياته كړه چي دولايت اداره تل هڅه كوي ترڅودټولوخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه برابره كړي ،
ښاغلي احمدي دګرمسيردولسوالي دخلګوڅخه وغوښتل ترڅودنوي ولسوال سره پوره همكاري وكړي ولي چي ديوي سيمي لپاره ددولت اوخلګوترمنځ پوره هماهنګي اړينه خبره ده اوخلګ بايدددي ولسوال سره تربل هروخت زياته همكاري وكړي ،
محمدلعل احمدي دغونډي برخوالوته ددي ولسوالي دارزښتونواوددي ولسوالي داوسيدونكولپاره دښه ژوندكولودزميني پربرابرولوباندي ټنګاركاوكړاوددي ولسوالي دټولنيزي شورادغړوڅخه غوښتنه وكړه چي ددي ولسوالي لپاره تربل هروخت خپل كارونه ګړندي اودخلګولپاره دښه ژوندكولوزمينه هم برابره كړي ،
ښاغلي احمدي وويل هغه كسان چي ماين ښخوي اوياهم دتوريرستي ډلوسره اړيكي ساتي هغه ددي هيواداوددي ولسوالي دعاموخلګودوښمنان وبلل ،
ولي چي توريريستي ډلي هميشه دخپلوهيوادوالوخوږژوندنا ارامه وي اودهغيولپاره دښه ژوندكولودزميني د برابرولوهيڅ غوښتونكي نه دي ،
احمدي همدارازدګرمسيردولسوالي دټولوامنيتي مسئولينونه غوښتنه وكړه چي دنوي ولسوال سره خپلوګډوهمكاريوته دوام وركړي ترڅوددي ولسوالي خلګ دهرنګه ستونزوڅخه خلاص او وژغورل سي ،
دګرمسيردولسوالي لپاره نوي سرپرست ولسوال محمدفهيم دګرمسيرولسوالي خلګوته ډاډوركړچي دخپلوټولوامكاناتوڅخه به كاراخلم ترڅوددي ولسوالي دخلګولپاره ديوښه ژوندكولوزمينه برابره كړم ،
خوداهمدارازددولت پرضددمخاليفينوڅخه وغوښتل ترڅودخپل دولت سره يوځاي داساسي قانون ترسيوري لاندي خپل ژوندته ادامه وركړي ،
ولسوال وويل چي زه به ددي ولسوالي دوګړولپاره دپوهني ، روغتيا، او يولړنوري اړيني دبيارغوني پروژي هم پلي كم ترڅوددي ولسوالي خلګ دهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
ددي ولسوالي دټولنيزي شورارئيس حبيب الله او دوتنو قومي مشراميرعبدلقيوم ،اوقومي مشربازمحمدخان دپخواني ولسوال حاجي عبدالله جان دكارنامواودده دهڅوڅخه په ډيروښوالفازوسره ستاينه وكړه اودنوي سرپرست ولسوال څخه يي هم دلاډيروښوخدمتونوهيله وكړه ،
وروسته په غونډه كي دګرمسيردولسوالي دمرين ځواكونومشرمكدنين اوددي ولسوالي دملي اوردومشرډګرمن حزب الله دګرمسيرولسوالي نوي امنيه قوماندان عمرجان په وارسره دخپلوخبروپرمهال يي دپخواني ولسوال عبدالله جان دښوخدمتونوستاينه وكړه چي دده په وخت كي دګرمسيرولسوالي بازارپه پاخه اواساسي ډول دسره څخه رغول سوي دي ،اوهمدارنګه ټولنيزه شورااويولړنوهغه دبيارغاوني كارونه چي عبدالله جان دواكمني پرمهال ترسره سوي ستايواودنوي سرپرست ولسوال څخه يي هم دلاښه كارونودبرياووهيله وكړه اواتمنان يي وكړچي موږبه هميشه ستاسره اوږه پراوږه ددي ولسوالي دپرمختګ اوترقي په لاروچاوركي خپلي هڅي ونه سپمه وو،
يادپلاوي دپنجشنبي په ماپښين دګرمسيردولسوالي دبازارددي ولسوالي دامنيه قومانداني اودمحبس دبنديانوڅخه هم ليدنه وكړه اودهغيوداحوال داخيستلوسره سره يي هغيوته اتمينان وركړ چي ډيرژربه ددوي پردوسويودسره غوره اوڅيړنه وكړي ،

سروري هلمندلښكرګاه




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر