۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۷, دوشنبه

دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتيفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړولپاره دعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ پيل سوو،

دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتيفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړولپاره دعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ پيل سوو،
خبر................. سرروي
دكرهڼي اومالداري درياست دكوپراتفونوپه مديريت كي دكوپراتيفونودغړودعامه پوهاوي په هكله څلورورځني وركشاپ دكرهڼي اومالداري درئيس انجينرعبدالله احمدزي لخواپيل سوو،
پدي څلورورځني وركشاپ كي به دكوپراتيفونوغړوته په خپلومځكوكي دكروندودښه حاصلاتوپه لاسته راوړلوكي پوره زده كړي وركول سي ترڅوكرونده ګردخپلومځكوڅخه دپوره حاصلاتودلاسته راوړلوترڅنګ به ديادوكرونده ګرواقتصادي حالات دوبرابره زيات سي ،
دكرهڼي اومالداري رئيس انجينرعبدالله احمدزي دكرونده ګروڅخه وغوښتل ترڅويوديوبل سره دپوره همكاري ترڅنګ خپلي تجريبي هم شريكي كړي چي په راتلونكي كي بياكرونده ګردهرنګه ستونزوڅخه وژغورل سي ،
ښاغلي احمدزي ديادوركشاپ دګډونكونكوڅخه جدي غوښتونكي سوترڅوددي لارڅخه دخپلوحاصلاتولپاره ډيرڅه زده كړي خواحمدزي وويل كچيري كوم كرونده ګردجوړسوي وركشاپ څخه څه زده نكړي هغه كس به دكوپراتيف دغړيوڅخه ايستل كيږي اوپرځايي به بل كس دكوپراتيف دغړي كيدوچانس ترلاسه كړي ،
بايدوويل سي چي يادڅلورورځني وركشاپ په هلمندكي داي ار ډي دموسسي لخوادهلمندولايت كروندګروته دعامه پوهاوي په هكله په له لاره اچول سوي دي ترڅوددي لاري څخه كروندګردخپلومځكودحاصلاتوپه زياتولوكي پوره پوهاوي ترلاسه كړي ،

۱۳۹۸-۲-۲۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر