۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

ددي بلاګ دچلونكي مسئول سردارمحمد سروري ژوند ليك دخبريال سايټ له لاري اوهمدارنګه په خپله پاڼه كي هم دسروري ژوندليك كتلي سي



شاعر او ژورناليست سردار محمد (سروري )




وتلې څېره


د ښاغلي سردار محمد ( سروري ) ژوند لیک
سردارمحمدد۱۳۶۳ هجري لمريز كال دجوزا يا غبرګولي دمياشتي په ۱۸ نيټه دګاونډي هيواد پاكستان دبلوچيستان صوبي په زارو عمرشاه سيمه كي په يوه دينداره اوغيرتي كورني كي دې دنیا ته سترګي غړولي .نوموړي اوس مهال دهلمندولايت په مركز لښكرګاه ښآركي دصافيانو په نوم كلي كي اوسيږي .

د ښاغلي سردار محمد (سروري ) ژوند لیک
سردارمحمد (سروري) دحاجي معلم عبدالصمد خان زوي دحاجي نظرمحمدخان لمسي او دحاجي محمدكريم خان كړوسي په قوم نورزي چي دهستوګني اصلي ځاي يي دهلمند ولايت دګرمسيرو لسوالي دهزارجفت سفلي كلي دي . نوموړي اوس مهال دهلمندولايت په مركز لښكرګاه ښآركي دصافيانو په نوم كلي كي اوسيږي .سردارمحمدد۱۳۶۳ هجري لمريز كال دجوزا يا غبرګولي دمياشتي په ۱۸ نيټه دګاونډي هيواد پاكستان دبلوچيستان صوبي په زارو عمرشاه سيمه كي په يوه دينداره اوغيرتي كورني كي دې دينا ته سترګي غړولي .سروري : لومړني زده كړي دمسجدڅخه پيل كړي نوموړي اوه كاله په هم هغه هېواد كي خپل ديني زده كړي ترسره او كله چي په خپل هيواد كي ورته دژوند كولو زمينه برابره سوه نودسروري دقبله ګاه صاحب هم خپل وطن يعني دهلمند ولايت ګرمسيرولسوالي ته زړه سوواو خپله كډه يي راستنه كړل.ګرمسيرولسوالي ته درارسيدو سره سم سروري په ياده ولسوالي كي خپلي عصري زده كړي په ښوونځي كي دڅلورم ټولګي څخه پيل كړي .نوموړي په هغه ولسوالي كي تر ۹ ټولګي پوري ترزده كړو وروسته دخپلونورو زده كړو لپاره په كډه دهلمندمركزلښكرګاه ښارته راستانه شول . اودكرهڼئ دمسلكي ليسي د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوي . دزده كړو تر لاسه كولو وروسته سروري د يونما دفتر سره دنده ترلاسه كړه او شپږمياشتي يي ترسره كړه ښاغلي سروري وروسته دالفي غيردولتي يوي بهرني موسسي سره ديو اس ، اي ، ډي په برخه كي دنده اشغال كړه .چي د څلورومياشتووروسته يي په هغه كاركي هم دخپله ځانه وړتياوښوده اوددي موسسي دمشري اغلي مارګريټي لخوا ورته دښه كارپه ترسره كولوكي داسي يوستاينليك هم وركول سوچي اوس مهال ددي موسسي استازي ده ته دكاركولوزمينه په ډيره ښه توګه برابره وي ،نوموړي دكوچنوالي څخه دژورناليزم ددندي سره زياته مينه درلوده چي داوس مهال لپاره هم دټول هلمندولايت رسمي اوغيري رسمي غونډوويندويي هم وردغاړي ده داسي كومه غونډه به نه وي چي په هغه كي سروري دويندويي چاري په غاړه ونلري ددي ترڅنګ سروري په هلمندكي دكلتوري ټولنوسره هم زياته علاقه لري چي اوس مهال هم دهلمندادبي كلتوري ټولني سره ديوه فعاله غړي په توګه كاركوي اوپدي ټولنه كي دهلمندپه نوم يوه مجله هم چاپيږي چي ددي مجلي مشري هم دسروري په غاړه ده خولاتردامهاله دامجله دچاپه نه ده راوتلي انشاالله ډيرژربه دچاپه راووزي نودرحمان بابا دهغه بيت سره سم چي وايي : چي غوټي پسي وهي په لاس به درسي . چا ويل چي په درياب كښي ګوهر نشته :خپل ارمان ته ورسيدي او دامهال په هلمند راديو تلويزيو ن كښي يوځلانده ، پرمختللي ، او وتلي ژورناليست دي چي دخلكو اوازونه ، غوښتني ، او فريادونه ، تردولت او لوړپوړو چارواكو پوري رسوي . سروري دژورناليزم په برخه كي د هلمندولايت ترڅنګ دهيواد په مركزكابل او يوشميرنوروولايتونوكي زيات شمير كورسونه هم ويلي او په دي برخه كي زياته تجربه ترلاسه كړي .سروري د اي ډبليو پي ار چي دجنګ اوسولي دخبردوركولوانستيتوت دمسئولينوپه غوښتنه ديوي اوني لپاره دلاښه اونورو زده كړو په موخه كابل ته بللي ووچي نوموړي هغه كورس هم تعقيب كړچي ورسته تردي كورس دتعقيبولو د اي ډبليو پي ار ددفتردمسئولينولخوا ورته يوځانګړي ستاينليك هم وركول سوو،سردارمحمد سروري چي اوس مهال دهلمندولايت په لښكرګاه ښاركي دسيمه يزه راډيوتلويزيون سره كاركوي خولاتردي مهاله يي په كومه ازاده رسني كي دخپل ځان لپاره دكاركولوهڅه نه ده كړي ولي ځينورسنيوپه هلمندكي دكاركولوغوښتنه ورځندي كړي وه چي دهغه دجملي څخه يوازي شمشادتلويزيون اويوبهرني رسني ده چي ديولړستونزوله مخي يي دكاركولوڅخه ډډه و كړه ،سروري هغه مهال لانورهم ښه وځليدي كوم چي ده خپل په شعراوشاعري خپل مينه وال خبركړه خوښاغلي سروري شعراوشاعري ته دڅوكلوراهيسي مخه كړي ده چي تردامهاله يي تقريبا په سلګونه شعرونه ليكلي دي چي دځينورسنيوله لاري چاپ سوي هم دي خوسروري لاتردي مهاله كوم كتاب نه دي دچاپه رايستلي خوهوډلري چي پدي راتلونكي كي يوه شعري مجموعه هم چاپ كړي ،سردارمحمد سروري چي دپلارمشرزوي دي اوترځان شپږنوركشري وړونه هم لري چي هغه دامهال په خپلوزدكړوبوخت دي خودكوردټولوچاروسمبالول هم دسروري دي دولاسوته سترګي په لاره داسي چمتوچوپه خوله پاته دي ،داخويوسروري دي چي ددي ټولوستونزسره سره بياهم دخپل كوردوګړودښه ژوندانه دپوره كولواوهغيوته ديوښه ژوندكولودزميني دبرابرولوترڅنګ هغه خپله نازنينه اوپه زړه پوري هغه دنده چي ده يي په ژوندكي تربل هروخت زيات ارمان درلود چي عبارت دژورناليزم څخه دي هغه سرته رسوي دتعجوب وړخبرخولاداده چي ددي ټولوكارونوترڅنګ ښاغلي سروري شعراوشاعريته هم يوځانګړي وخت وركړي چي اوس مهال هم كله ناكله په شعرليكلوخپل ستړي ديماغ نورهم ستړي كوي ترڅوخپلومينه والوته پزړه پوري شعرونه هم وړاندي كړي ،سروري په خپل ژوندكي ډيرښه پزړه پوري خويونه هم لري دي هيڅ كله دچاپه خفه كيدو نه خوشحاليږي اونه هم دچاسره ترمطلبه ملګري كوي دچم اوچمبازي خويونه خوبيخي دسروري سره په اوجودكي شتون نه لري ازادخياله خوش اخلاقه اويوډيرښه انسان دي ،دسروري داهميشني خنداچي تل دده پرشونډوخوره وي زه يي ستاينه نسم كولاي اونه هغه الفاززماسره شتون لري كوم چي زه داسي يوڅوك پكښي وستايم لكه سردارمحمد سروري چي دي ،سردارمحمد سروري يونازك خياله شاعردي اودده شعرونه ترډيره ځايه عشقي بڼه لري خودوطن دميني په اړه هم سروري ترډيره ځايه دخپلي خاوري ستاينه په ډيروښوالفازوسره كوي داچي دسروري دعشقي او وطني ميني په اړه نورهم دشعرپه ژبه پوه سووتاسوته يي ددواړواړخونوپه هكله ښه مثال لرو
داښائسته اودغه ښـــــــكلي ښـــــــكليد
سړي سترګــــــــونه خوبونه بيـــــــــايي
كه يي دخپــــــلوشونډوڅـــــــكه راكړه
بياپـــــــه ولارانه غمـــــــونه بيايــــــــي
مينه ده جګي كــــــــه ټيټي ښـــــــــــه ده
بــــــــــــــس كه وفاكوي دردونه بيايي

خوښاغلي سروري دهلمندولايت سره اودوطني ميني پراساس چي هلمندته دي څنګه نسبت كوي اودخپل وطن څيزونه په كوموالفازوسره ستايي راسي چي داځل
يي دوطني ميني په اړه هم نورښه پوه سوو،
ټوله جهان لوي احمـــــــــــدشاه پيژني
هم دي خټك هم دي نازوته ســـــــــلام
چي ئي زمـــــــوږپرژبه يادپـــــــاته دي
دګران پښتون درنوقـــوموته ســــــلام
نه دلنــــدن نه دپارس كباب خــــــــورم
هلمنده ستايخوشلومبوته ســــــــلام
سردارمحمد سروري اوس ځانته يوشخصي وبلاګ هم لري چي كله ناكله دهلمندولايت اوسيمي خبرونه لاسته راوړني ، اويو لړنورټولنيزي ، اوكلتوري ، هڅي هم پكښي رانغاړي خوكچيري تاسوغواړي چي دسروري وه وبلاګ ته مراجعه وكړي اودهغه دوبلاګ له لاري دهلمندولايت په تازه اوتودوپيښوخبرسي نوهمدادسروري وبلاګ دي چي ستاسوسره تربل هروخت زيات كاراوهمكاري كولاي سي ، تاسوپه همدي پته كولاي سي چي ډيرڅه لاسته راوړي garamsir.blogspot.com اوكه غواړي چي دسروري سره په مستقيمه توګه خبري وكړي اوياهم هغه ته ليكلي پيغام واسته وي نودهمدي لاري تاسوكولاي سي ، داړيكوشميري
۰۷۰۷۷۵۰۷۵۸
۰۷۹۸۲۷۳۵۸۵
۰۷۹۵۵۸۱۰۴۸
اوكچيري تاسوانټرنيټ ته لاس رسي لري نوتاسودبريښناليك په واسته هم كولايي سي چي دسروري سره تماس ونيسي دهغه دبريښناليك پته ده sardarm.sarwrai@gmail.com

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر