۱۳۸۹ خرداد ۱, شنبه

هلمند:وسلوالوطالبانودبهرنيو ځواكونو يوه الوتكه ويشتلې ده

هلمند:وسلوالوطالبانودبهرنيو ځواكونو يوه الوتكه ويشتلې ده
د هلمند ولايت چارواكي وايي، چې وسلوالو كسانو د بهرنيو ځواكونو يوه څرخي الوتكه ويشتلې او دوه تنه يې په كي ژوبل كړي دي.
د هلمند د والي وياند محمد داود احمدي وويل، چي دغه الوتكه پرون ناوخته په ډزو ويشتل شوې او بېړنۍ ناسته يې كړې ده.
نوموړي وويل، الوتكې د خپل هدف په ځاى كې ناسته كړې او نور هيڅ زيان نه لري.
خو د وسلوالو طالبانو يو وياند قاري يوسف احمد رسنيو ته ادعا كړې، چې الوتكه يې په بشپړه توګه ويجاړه كړې او په الوتكه كې سپاره شپږ دريش تنه يې وژلي دي.
سيمه ايزو چارواكو دا ادعا رد كړې او بهرنيو ځواكونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
سروري هلمندلښكرګاه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر