۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د يوي خصوصي کمپنۍ ساتونکو ته په خپل منځې شخړه کي مرګ ژوبله واوښته.

د يوي خصوصي کمپنۍ ساتونکو ته په خپل منځې شخړه کي مرګ ژوبله واوښته.
دهلمند په مرکز لښکرګاه کي ديو خصوصي امنتې کمپنۍ د ساتونکو په خپل منځې شخړه کې دري مړه او دري ټپيان شوى دى .
دغه پيښه نن دمی په 19 مه څه باندي لس بجې دلښکرګاه اړونده دکندهار په دروازه لښکرې بازار کې په سيمه کې رامنځه شوې ده .
ددغه کمپنۍ يو تن ساتونکې او عينې شايد خيرالله وويل چې ددوى ساتونکې په ياده سيمه کي سره راټول شوې وه چې يوه ساتونکې لخوا ناڅاپه دکلاشنکوف ډزې پيل شوي .
دده په وينا چې ډزو لږ وخت ونيوه خو دوه تنه ساتونکې يې ووژل او څلور نور ټپيان شوه چې په همدې حال کې بريدوکونکى هم ديو بل ساتونکې لخوا ووژل شوو.
دخير الله په وينا چې يا دساتونکى يوه مياشت وړاندې يادې کمپنۍ ده راغلى و ه او دموسى کلا ولسوالۍ اوسيدونکى دى .
يو بل عينې شاهد بلوڅ چې ټپيان يې بست روغتون ته راوړې وه وايې چې دبريد کوونکې په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور تنه ټپيان دى.
نوموړې وويل بريدکونکى نوى ځوان ياد ې کمپنې ته تازه راغلى وه .
دهلمند امينه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم انګار ودپيښي دتائيد ترڅنګ وايې چې دوه تنه دکمنۍ ساتونکې وژل شوي او يو ساتونکى ټپي شوى دى .
نوموړى وويل چې داد هغه کمپنۍ ساتونکې دې دبهرنيانو لوجستيکې کاروانونو ساتنه کوې او په خپل منځ کې يې شخړه شوي ده خو دشخړې لامل يې تر دي دمه معلوم ندي .
خو دهلمندوالي وياندمحمد داود بيا وايې چې په ياده پيښه کې دري مړه او دري ټپيان دې .
په بسُت روغتون کې يو تن ډاکتر چې دنوم له ښودلو څخه يې ډډه کوله وويل چي دوى ته ددوه تنو وژل شوې جسدونه او څلور ټپيان راوړل شوي دي
سروري هلمند لښكرګاه ۱۳۸۹-۲-۲۹

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر