راپور---۲۰۱۵—۵—۲۸---
په هلمندکې دعامه نظم نوي ټاکل سوي قوماندان دوسله
والوطالبانوپروړاندي دعملیاتودپیل کیدوخبرورکړ.
سمونوال خلیل الرحمن جواد وایې ډیرژربه دنوروامنیتي
ځواکونوسره دکلکې همږغي ترڅنګ په هغه
سیموکې عملیات راپیل کړي چې دامهال دوسله والوطالبانوتربریدونولاندي دي ،نوموړي
وړاندي تردي په هلمندکې دعامه نظم ددریم کنډک دقوماندان په توګه دنده درلوده ،په
دغه مراسیموکې دعامه نظم دعمومي قوماندنۍ مرستیال بیاژمنه وکړه چې په ولایتونوکې
به دپولیسوداړتیاوړټولي ستونزي حل کړي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکار سردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې دعامه نظم داتمي لیوالپاره نوي ټاکل سوي
قوماندان دخپلي دندي دپیل پرمهال ژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به دنوروامنیتي
ځواکونوسره دکلکې همږغي ترڅنګ به په هغه سیموکې دوسله والوطالبانوپروړاندي عملیات
راپیل کړي چې دوسله والوترتهدیدلاندي دي ،هغه که څه هم دامنې چې دنده یې په
سختوحالاتوکې وردغاړي سوه خوزیاته وي دامنیت په ټنګښت کې به پوره هڅه وکړي .
پرهمدي مهال دعامه نظم دعمومي قوماندانۍ مرسیتال بیاټنګارکوي
چې دعامه نظم ترڅنګ به دټولوهغه پولیسوستونزي حل کړي چې دامهال په ولایتونوکې
ورسره لاس اوګریوان دي،خونوموړی دغه څرګندونې په داسي حال کې کوي چې ددې ولایت ملي
پولیس تل ددرنووسلو،مهیماتو،اوزغرواوټانګونودنه درلودلوله امله شکایت کوي
اودناامنیودډیریدویولامل همداستونزي بولي .
دیادي لواپخوانې
قوماندان مل پاسوال غلامي سخي غفوري له اته کلنۍ دندي وروسته په کندوزولا یت کې
دعامه نظم دڅلرمي لوادقوماندان په توګه ټاکل سوی دی ،که څه هم یوځل بیاپه دې ولایت
کې دناامنه سیمولپاره دعملیاتوژمنه وسوه خواوس مهال دهلمنداوپه ځانګړي توګه دشمالي
ولسوالیوامنیتي حالت داندیښنې وړدی چې ورسره سم وسله والوطالبانوپه بیلابیلوسیموکې
دتیرووختونوپه پرتله خپلوبریدونوته زور ورکړی دی .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر