په هلمندکې ځایې خبریالانووایې دبیان ازادي یوازي دشعارپه نوم پاته ده اومعلوماتوته
دنه لاس رسي په برخه کې له ګڼوستونزوسره مخ دي .
دغه خبریالان په ولایتي چارواکوله دې کبله نیوکه کوي چې په هرډول حالاتوکې
له دوی سره هیڅ معلومات نه شریکوي چې دغه چارې له یوې خوادوسله والودګواښونوسره مخ
کړي دي اوله بلې خواله ګڼومالي ستونزوسره
هم لاس اوګریوان دي چې اړونده ادارو ورسره هیڅ مرسته نه ده کړې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکاسردارمحمد سروري راکوي .
دغه خبریالان وایې که څه هم په هلمندکې دنورستونزوترڅنګ هره ورځ امنیتي
پیښي رامنځته کیږي خو امنیتي چارواکې رسنیو ته دمعلوماتو پرورکولوبندیز لګولی
اوترډیره بیلابیل مسایل پټ ساتل کیږي چې
دغه چارې نه یوازي دبیان دازادۍ پروړاندي خنډدی بلکې خبریالان هم له
پراخوستونزوسره مخ دي دوی وایې نه یوازي معلوماتوته دلاس رسي په برخه کې ستونزه
لري بلکې له بلې خواد دوسله والوطالبانوفشارونه هم دویته لوی ګواښ متوجې کړی دی .
که څه هم معلومات په لاس راوړل دخبریالانوقانوني حق دی خودم ګړی په دې
ولایت کې دشته پراخوننګونواوبي عدالتیوسربیره بیاهم دولتي چارواکې په
بیلابیلوبرخوکې خبریالانوته درامنځته سوپیښو اولاسته راوړنوپه اړه معلومات نه
ورکوي،چې ښه بیلګه یې له تیرې یونیمې اونۍ څخه دلښکرګاه ښارپه خوشک ابي ،دګرشک په
نهرسراج،اودمارجې ولسوالۍ په سیستاني کې عملیات روان دي خودخبریالانوڅخه یې
معلومات پټ ساتل سوې چې لاهم یادعملیات دوام لري ،خبریالان دملي یوالي دحکومت څخه
غوښتنه کوي چې نه یوازي دي دخبریالانوپروړاندي پراته خنډونه لري کړي بلکې دي په
افغانستان کې رامنځته سوې دبیان ازادي هم وساتي .
دتل په څیرموبیاهم هڅه وکړه چې په دې اړه دچارواکونظرواخلوخودهرډول هڅوسره
سره بیاهم په دې کارونه توانیدو.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر