راپور—۲۰۱۵—۵—۲۶—
په هلمندکې یوځل بیاناامنیواودوسله والوبریدونوزوراخیستی دی .
ددې ولایت دولایتي شوراغړي غوښتنه کوي که مرکزي دولت دهلمنددامنیت په اړه
جدي پاملرنه ونکړي سیمه به یوځل بیاپه پراخه کچه دوسله والولاسته ولویږي ،په
هلمندکې وروسته له هغه دوسله والوطالبانوبریدونوزورواخیست کله چې په دې ولایت کې دکوکنارودکرکیلې دکښتونوڅخه حاصل
په لاس راوړل سو،امنیتي چارواکې هم په نوازدولسوالۍ کې امنیتي ننګوني منې خوزیاته
وي دوی به دهرډول بریدونوپروړاندي کلک ودریږي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
په هلمندکې یوځل بیاناامنیوزوراخیستی دی ددې ولایت په دریوشمالیولسوالیوکي دروانو ناامنیو او
ډلیزو بریدونو لړۍ ددې ولایت دمارجي او ګرشک ولسوالیو په شمول ، ځینو نورو سیمو ته
هم وغځیده، تیره ورځ ناوخته د نوازدولسوالۍ دسورکاڼو او خواجه جمال
په سیمو کي سختي نښتي رامنځته سوې چې
دواړه لوري یوبل ته ددرنومرګ ژوبلوداړولوادعاوکوي ، دولایتي شواراوسنې اوپخوانې
غړي وایې وسله والواوقاچاق برپه ګډه غواړي سیمه ناامنیه کړي اوخپلوقاچاقوته
زورورکړي، ددوی په خبره سنګین،نوزاد او موسي
کلا هغه دري ولسوالۍ دي چي اوس مهال وسلوال په کي دافغان
ځواکونو پرضد خپلوبریدونوته زور ورکړی دی .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ دامنیت امرسمونوال پاچاه ګل بختیاردامنیتي
پیښودډیریدوپخلی کوي خوزیاته وي افغان ځواکونه به دوسله والوطالبانودهرډول
بریدونوپروړاندي کلک ودریږي اوپرې به یې نږدي چې سیمه یوځل بیاددوی لاسته ولویږي
،هغه په نوازدولسوالۍ کې دپنځوپولیسودوژل کیدواوپه ډیرشمیروسله والوته دمرګ ژوبلي
یادونه کوي، که څه هم له یويخواپه دې ولایت کې ناامنیوزوراخیستی دی خوله بلیخوادپیښودکره
اوپروخت معلوماتوته نه لاس رسي خبریالان له ګڼوستونزوسره مخ کړي دي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر