۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۹, شنبه

په هلمندکې دلومړي ځل لپاره دلوی امپراتوراحمدشاه ابدالي ۲۵۰ تلین ولمانځل سو.

راپور—۲۰۱۵—۵—۹---
په هلمندکې دلومړي ځل لپاره دلوی امپراتوراحمدشاه ابدالي  ۲۵۰ تلین ولمانځل سو.
ددغه تلین لمانځ غونډيته دهیواد داطلاعات اوکلتوروزیر،مخکښه لیکوالانواوڅیړونکوهم خبري وکړي اوژمنه یې داوه چې په ټلو هیواد کې به دتاریخي شخصیتونویادولوته پراختیاورکړي .
داحمدشاه بابا دغه ۲۵۰ تلین په هلمندکې داصلاح غوښتونکودیوي ټولني لخواولمانځل سو.
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دلوی امپراتوراحمدشاه بابا۲۵۰ تلین په دې ولایت کې داصلاح غوښتونکودټولني لخواولمانځل سوویناوالوپه خپلوخبروکې وویل په کوردننه اوس هم داسي کړۍ سته چې دتاریخي شخصیتونودسپکاوي ترڅنګ ملي ارزښتونوته هم هیڅ درناوی نلري ،دوی داحمدشاه ابدالي پرکارنامواودهغه پرشخصیت خبري وکړي ،خوزیاته کړه چې دهیواددناخوالواودپردیودلاس پوڅوپروړاندي بل دده په څیردیوه قوي مبارزغوندي کس ونه موندل سو،چې له امله یې دنوروستونزوترڅنګ په هیوادکې کلتوري لاس وهنې هم دپام وړډيري سوې .

غونډيته دهیواد داطلاعات اوکلتوروزیرعبدالباري جهاني ،لیکوال عبدالغفورلیوال ،اواستادمحمداسماعیل یون دټلیفون پرکرښه دخپلوخبروپرمهال نه یوازي داحمدشاه بابا دشجاعت اومیړني ستاینه وکړه بلکې ژمنه یې هم داوه چې په کوردننه به دټولوشخصیتونودیاد دتازه کولولپاره به په لراوبرکې پراختیاورکوي ترڅوویاړلي شخصیتونه دتل لپاره دژوندیوله پامه ونه غورځي .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر