راپور—۲۰۱۵—۵—۹—
دهلمندمدني فعالین دنړیوالي ټولني څخه دجنګ دختمیدو،اودسولي دراویستوغوښتنه
کوي .
دوی دیوي احتجاجیه غونډي پرمهال په دې ولایت کې دروانوناامنیو،اداري فساد،دمځکودغصب
اوځینونورورمسایلوته په اشارې وویل ،دهلمندخلک هره ورځ دپردیوپه تپل سوې جګړه کې
مري خومرکزي دولت ،اوولایتي چارواکې یې ددایمي حلاري په لټولوکې پاته راغلي ،ددغه
مدني فعالینوسره دناامنیواندیيښي په داسي حال کې راپورته سوې دي چې دامهال
دهلمندپه ډيری سیموکې جنګ جګړو زور اخیستی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي
.
دهلمند مدني فعالینودیوي احتجاجیه غونډي پرمهال دمرکزي دولت ترڅنګ دنړیوالي
ټولني څخه په دې ولایت کې دناامنیودمخنیوي اودسولي دراتلوټنګه غوښتنه وکړه ،ددغه
مدني فعالینوسره دورځي په تیریدویادي اندیښنې په داسي حال کې ډیریږي چې اوس مهال
په دې ولایت کې دپخواپه پرتله ناامنۍ ډيري سوي دي .دوی وایې سره له دې چې دوسله
والوبریدونوزوراخیستی خوددې پرځای چې ولایتي چارواکې یه دمخنیوي په برخه کې هڅه
وکړي هغیوپه نمرو،اودمارکیټوپه جوړولوبوخت دي چې له امله یې دجګړي زیان یوازي ملکي
کسان وینې .
دغه مدني فعالین وایې که څه هم دولت دذافقارپه نوم عملیات وکړه خویوځل بیا
دشمالي هلمند موسي کلا،سنګین ،اونوزادولسوالیوډیری سمي اوهمدارنګه دمارجې ولسوالۍ
دسیستاني ډیره برخه وسله والوترخپلي ولکې لاندي راویستي ده،دوی نه یوازي ددولت څخه
دعدل کولوتمه درلوده بلکې یه دوسله والوطالبانوڅخه هم دسولي اووربندغوښتنه وکړه ،دغونډي
په ورستیوکې مدني فعالینوپه یوه ږغ دهغه لیکل سوې شعارلاندي خپل لاسلیکونه وکړه چې
جنګ نه ،سوله غواړو.چارواکې هم دهواپه ګرميدوسره دناامنیودډيریدوخبره نه ردوي
خوزیاته وي امنیتي ځواکونه دوسله والودبریدونوپروړاندي بشپړچمتوالي لري .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر