۱۳۹۴ اردیبهشت ۱۶, چهارشنبه

لسګونومدني فعالینودایران دلاس پوڅوپرضد اوداطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړلاریون وکړ.

راپور—۲۰۱۵—۵—۶—
په هلمندکې لسګونوکسانودایران دلاس پوڅوپرضداوداطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړلاریون وکړ.
لاریون کوونکونه یوازي ایران په افغان خاوره کې په نظامي برخوکې په لاس وهنه تورن کړبلکې یه په کلتوري برخه کې هم دهغویودلاس وهنویادونه وکړه ، دوی داطلاعات اوکلتوروزیرته سپکاوی دټول هیوادسپکاوی وباله خوغوښتنه یې داوه چې یادکسان بایدعدلي اوقضایې ارګانونوته وسپارل سي ،لاریون کوونکې وایې ایران غواړي دخپلولاس پوڅوپه مرسته نه یوازي دلته خپل کلتورته وده روکړي بلکې دافغان کلتوردوژل کیدوپوره هڅي یه هم راپیل کړي دي ،لاریون کوونکوځیني رسنۍ هم دایران لاس پوڅي اودهغویوملاتړکوونکې وبللې .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندلسګونومدني فعالینودیوه لاریون پرمهال په افغان خاوره کې دایران دلاس پوڅوپرضد اودطلاعات اوکلتوردوزیرپه ملاتړدښارکوڅوته راوتي وه اوپه افغان خاوره کې یه دایران نظامي اوکلتوري لاس وهنې په کلکه وغندلې ،لاریون کونکودملي یوالي دحکومت څخه په افغان خاوره کې دنوروکلتورته وده ورکونکواشخاصو دنیول کیدواودقانون منلګوته دسپارل کیدوغوښتنه وکړه ،دوی وایې ایران دخپلولاس پوڅوپه مرسته په افغان خاوره کې خپل کلتورته پراخ والی ورکوي .

لاریون کونکې وایې که افغان دولت دایران دکلتوردودي اولاس پوڅومخه ونه نیسې  دوی به په هلمندکې خپلولاریونونوته دوام ورکړي،دهلمنددمدني ټولني مشرسردارمحمدهمدرد وایې په کوردننه ځیني رسنۍ سته چې دایران کلتورته په لوی لاس وده ورکوي ،هغه وایې نه یوازي چې دولت یې پروړاندي چپه خوله دی بلکې دځینوکړیوملاتړهم له ځانه سره لري .

نوموړی وایې که ددغه ډول رسنیواولاس پوڅومخه ونیول سي په هیوادکې به نه یوازي ژبني ،اوسمتي مسایل وده وکې بلکې به دوګړوترمنځ پریوه اوبل یوډول بي باوري هم رامنځته سي چې دغه چاره به په کوردننه بدي پایلې هم ولري .


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر