۱۳۹۳ مهر ۲۳, چهارشنبه

دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال حاجې محمدانورله دوساتونکوسره ووژل سو.

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۵—
دهلمند دنادعلي ولسوالۍ ولسوال حاجې محمدانورله دوساتونکوسره ووژل سو.

ولسوال تیره شپه ناوخته دیادي ولسوالۍ دمیرزاپه څلورلارې کې هغه مهال ووژل کله چې دوسله والوطالبانوپه یوه کمین کې راګیرسو.

دنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان وایې ولسوال پرته له دوی سره دمشورې کولودشپي ناوخته دخپلوساتونکوسره وتلی ووچې له یادې پیښې  سره مخ سواو ووژل سو.
زموږهمکارسردارمحمد سروري دپیښې ځایته تللی اودغه راپوریې چمتوکړی دی .

دهلمند دنادعلي ولسوال حاجې محمدانوراودهغه دوه تنه ساتونکې تیرشپه ناوخته دیادي ولسوالۍ دمیرزاپه څلورلارې کې
دوسله والوطالبانودیوه کمین پرمهال ووژل سول اویوساتونکی یه په ټپي حالت کې په تیښته بریالی سو.

دنادعلي ولسوالۍ امنیه قوماندان څارمن عمرجان حقمل شمشادتلویزیون ته ووی

ولسوال پرته له دوی سره دمشورې کولویوازي دخپلوڅلورساتونکوسره وتلی ووچې په یاده سیمه کې دوسله والوپه کمین راګیراو ووژل سو.


که څه هم یاده سیمه په بشپړه توګه په امن کې ده ولي قوماندان وایې وروسته له څیړنوبه دامعلومه سي چې یاده پیښه څنګه رامنځته سوې ده .

انورخان دهلمنددګرمسیرولسوالۍ اوسیدونکی وودوه دورې د هلمنددپه ولایتې شوراکې دوکالت ترڅنګ دیادي شورادرئیس په توګه اودخانشین ولسوال هم پاته سوی وو،

چې له تیرودریومیاشتوراهیسې دنادعلي د ولسوال په توګه وټاکل سوله هغه څخه دوی میرمنې ،پنځه زامن ،اودرې لورګانې پاته سوې .



هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر