۱۳۹۳ مهر ۲۱, دوشنبه

مظلومیار: دسیمه ییزه رسنیوخپل سرې نشراتواوبربنډوسندرومخه په کلکه ونیول سي .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۳--
په هلمندکې به دسیمه ییزه رسنیوخپل سرې نشراتواوبربنډوسندرومخه په کلکه ونیول سي .
دهلمندداطلاعات اوکلتورریاست چارواکې وایې نوربه هیچاته اجازه ورنکړې چې درسنیودقانون خلاف نشرات اویاهم پرخپل سرلمانځ غونډوکړې ،
دوی دسیمه ییزورسنیوله مسولینوسره دڅاردیوه ګډکمېسیون دجوړه ولوپریکړه وکړه ترڅودیادستونزومخه ونیول خوژمنه کوې چې سرغړه وونکې ته به دقانون لمخې سزاورکوي .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمندداطلاعاتواوکلتوررئیس علیشاه مظلومیاروایې ورورسته له دې به په هلمندکې دټولوسیمه ییزورسنیونشرات دقانون لمخې وي ،هغه دامنې چې تراوسه رسنیوهرڅه پرخپل سرنشرول ،دی  زیاته وي دځینورسنیوبربڼدي سندرې اودخپرونوټیټ کیفیت هغه نمګړتیاوې وې چې دوی اړه سوله چې ده مخنیوې لپاره یې ملاوتړې .

نوموړی ژمنه کوې که کومه رسنۍ دقانون خلاف خپلونشراتوته بیاهم دوام ورکړې نوسمدستې به یې دفعالیت جوازترې واخیستل سی  اونشرات به یې هم په پټه وه درول سي .
که څه هم تردیارکلن ځنډوروسته اطلاعات اوکلوتورریاست ټنګ هوډکړی چې په هلمندکې به هیڅ یوې رسنۍ ته اجازه ورنکړې چې درسنیودقانون خلاف نشرات وکړي خوپه هلمندکې دامهال درې شخصي تلویزیونونه ، او۷ راډیوګانې اوهمدارنګه ۱۶ چاپې رسنۍ فعالیت لرې، دچارواکوپه خبره دبربنډوسندروخپره ول ،دخپرونوټیټ کیفیت ،معیارپه نظرکې نه نیول اودیته ورته نورې ستونزې وې چې دوی اړه سوله چې دمخنیوې لپاره یې جدې ګامونه پورته کړې .





هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر