راپور—۲۰۱۴—۱۰—۳---
دهلمندامنیتي چارواکې وایې
داختردښه لمانځلوپه موخه یې کلک امنیتي تدابیرنیولي دي .
ددوی په خبره ځانګړې پلانونه
یې په کاراچولې ترڅودادخوشحالۍ ورځې هلمندوال بیله کومه ډاره ولمانځي .
پرهمدي مهال دامنیه قوماندانۍ
له لوري دپولیسوددري سوه کورنیوسره دخارکې توکومرسته هم پیل سوه.
نورحال دهلمندولایت
څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دهلمنددامنیه قوماندانۍ
دجنایې څیړنورئیس مل پاسوال محمدزی رحمتي وایې داختردورځودښه لمانځلوپه موخه یې
دلښکرګاه ښاراودولسوالیودښه امنیت لپاره له څوورځوراهسیې خاص امنیتي تدابیرنیولې .

دیوه بل خبرلمخې دامنیه
قوماندانۍ له لوري د۳۰۰ کورنیوسره دخوراکې توکودمرستودویش لړۍ هم پیل سول چارواکې
وایې یادې مرستې دشهیدوسوپولیسودکورنیوغړوته ورکول کیږي .
په دغه مرستوکې هرې کورنۍ ته
۵۰ کلیواوړه ، ۲۰ کلیو وریجې ، لس کلیوغوړې ،یوه کلیوچای اویوه کلیوبوره په پام کې
نیول سوې ده .
بل پلویوشمیرکورنۍ خوښې ښه یې
چې دولت دوی له پامه نه دي غورځولې خوغوښتنه کوي چې نوردي په هلمندکې دهرډول
وژنومخه ونیول سي .
یاده دې وي چې ورته مرستې
هرکال د اخترونوپه رارسیدوسره دشهیدوسوپولیسوله کورنیوسره ترسره کیږي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر