۱۳۹۳ مهر ۱۹, شنبه

دولتې مامورین : هلمندوالي اوښاروال په ښکاره توګه دمځکوپه چوراوپراخ اداري فسادلاس پورې کړی دی .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۱۲--
هلمندوالي اوښاروال په ښکاره توګه دمځکوپه چوراوپراخ اداري فسادلاس پورې کړی دی .
یوشمیردولتې مامورینو، ولایتې شورا ،اودمدنې ټولنواستازې وایې په دې ورځوکې ښاروال دوالي په امرپه ښارکې په بې رحمانه توګه دمځکودغصب اودنومروپه ویش لاس پورې کړی دی چې دمامورینوپرحق یې هم خیټه اچولې ده .

دښاروالۍ ، اوعموریاست مامورینودیوه لاریون په ترسره کولوسره دولسمشرڅخه دوالي اوښاروال دلري کولواوهغوی دقانون منګلوته دسپارلوغوښتنه وکړه .
هلمندوالي دهررازخبروکولوڅخه ډډه وکړه خوښاروال دامنې چې دپوره عدل څخه کارندی اخیستل سوی ولي زیاته وي ټولواداروته یې سهم هم ورکړی دی .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
هلمندوالي اوښاروال دنوې حکومت دپیل سره سم په لښکرګاه ښارکې په بې رحمانه توګه دمځکودغصب اودنومروپه ویشلولاس پورې کړی دی .
دغه څرګندونې دښاروالۍ ، اوعمومي ریاست یوشمیرمامورینواودمدنې ټولنې مشردولایتي شورادودانۍ مخیته دیوه لاریون په جوړه ولوسره په ډاګه کړې ،دوی وایې ښاروال دوالي په امرپه ښارکې دنومرودویش لړۍ راپیل کړې ده چې په وینایې ددوی حق یې په نوروکسانودپیسوپه بدل کې پلورلې دې ،
دوی دولسمشراشرف غني څخه دوالي اوښاروال دلرې کولوترڅنګ هغوی عدلي اوقضایې اداروته دورپیژندلوغوښتنه کوي .

دهلمندولایتې شورریس اووکیلان هم دخلکوخبرې منې دوی هم دولسمشرڅخه په هلمندکې دمځکودپراخ غصب په ولایت  اوښاروالۍ کې دفساداوج ته درسیدودمخنیوې اوعاملینوته یې دقانونې سزادورکړې غوښتنه کوي .

وه مې غوښتل په دې اړه دهلمنددوالې نظرهم ولروداچې خبره دنومرودویش دمځکودغصب اوپه ولایت کې دپراخ فسادوه نوهغه له هرازخبروکولوڅخه ډډه وکړه .
خوپرهمدي مهال دلښکرګاه ښاروال محمدفاضل صافی دامنې چې کیداسي دنومروپه ویش کې دپوره عدل څخه به کارنوي اخیستل سوی ولې زیاته وي دولایت ، ښاروالۍ ، اوعمومي ریاست مسولینوته یې سهم ورکړی دی .
ښاروال پرځان لګول سوي تورنه رده وې چې ګواګې هغه دمځکوپه غصب اوفسادکې ښکیل دې .

 دهلمندولایتې شورا، اودمدنې ټولنوبنسټونه دولسمشرڅخه په هلمندکې دمارکیټونو،دتیلودپمپونو،اوپه ښارکې دننه دنومرودویش پوښتنه کول غواړې ددوی په خبره داچې له یادواداروسره په مرکزکې لوړپوړې چارواکې ښکیل دي نوله همدي امله یې په ښارکې په پراخ فساد،اودمځکوپه ویش لاس پورې کړی دی .
ځایې اوسیدونکې وایې په هلمندکې له یوې خوادناامنیوله امله هره ورځ یوشمیروګړې خپل ژوند له لاسه ورکوي خوله بلې خوادچارواکودپراخوظلمونوله امله یې ژوندکول له ګڼوستونزوسره مخ دی.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر