۱۳۹۳ آبان ۴, یکشنبه

کرکیټ بورډ په هلمندکې دکرکیټ اکاډمي جوړه اوګټي اخستنې ته وسپارله .

راپور—۲۰۱۴—۱۰—۲۶—
کرکیټ بورډ په هلمندکې دکرکیټ اکاډمي جوړه اوګټي اخستنې ته وسپارله .

یاده اکاډمي په داسي حال کې ګټي اخستني ته وسپارل سوه چې دملي ټیم لوبغاړوترڅنګ دکرکیټ بوردچارواکوهم ګډون درلود.

دکرکیټ بورډچاروکوژمنه وکړه چې په دې ولایت کې به دکرکیټ ودیته خاصه پاملرنه کوي ترڅودنورولایتونوپشان ملي ټیم ته هم دهلمندلوبغاړي لاره پیداکړي .
بایدوویل سي چې دملي ټیم لوبغاړوشاپورځدران .میرویس اشرف .غزت الله دولت زي . اودداخلي کرکیټ دمسول ترڅنګ دکرکیټ بورډ ویاند فریدهوتک هم مله وه .
نورحال دهلمندولایت څخه زموږهمکارسردارمحمد سروري راکوي .
دکرکیټ بورډ اجرایه وي رئیس ډاکټرنورمحمدمراددکرکیټ داکاډمي دپرانیستلوپرمهال ژمنه وکړه که ولایتي چارواکې دویته ځمکه په واکې ورکړي نوپه دې ولایت کې به دوی هم دلوبغالي دجوړیدولپاره خپلوهڅوته دوام ورکړي .

نوموړی وایې دوی هڅه کوي چې دهیوادپه نوروولایتونوکې هم دیته ورته دکرکیټ داکاډمیودجوړیدوترڅنګ یې روزنیزپروګراموونه هم په لاره واچوي .

پرهمدي مهال مرستیال  والي احمدمسعودبختوروایې دولایت مقام دکرکیټ په برخه کې هررازمرسته کولوته چمتودی ،هغه وایې همدادکرکیټ ملي لوب ډله وه چې افغا نستان یې دخپلوسیالوهیوادونوپه کتارکې راویست خوزیاته وې لاهم ستونزي لروولي دحل کولوغوښتنه کوي .

په ولسي جرګه کې دهلمنددخلکواستازې نسمه نیازۍ وایې وړاندي تردې په هلمندکې دورزش په برخه کې ډیری ستونزي وې ولي دم ګړی ورته تریوه بریده دحل لاره لټول سوې ده .

دیادولووړده چې اوس مهال په هلمندکې دنورولوبوترڅنګ هلمندي ځوانانودکرکیټ لوبې ته زیاته پاملرنه کړې ده چې له امله یې دم ګړۍ په دې ولایت کې ۴۲ دکرکیټ ډلي شتونلرې چې په یاه اکاډمۍ که به وروزل سي


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر