۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه

دکرکټ ملي لوبډلې ته سلام



دکرکټ ملي لوبډلې ته سلام
تاریخ: 2010-05-05 www.afghancricket.af څخه خپره سوي ليكنه
منبع: Sardar Muhammad Sarwari
دکرکټ ملي لوبډلې ته سلام کرکټ په افغانستان كي ډيردپرمختګ په حال كي دي چي ددي سره جوخت دافغانستان په هرحصه كي دپرمختګ څرك له ورايه ښكاري داچي اوس مهال دنړي په كچه دافغانستان دكركټ لوبډله دلمرپشان ځلاپيداكړي موږته اوس دازادي حيس رابخښي اوددي ترڅنګ دافغانستان دكركټ ملي لوبډلي خپلي خاوري اولس ته داسي زيري وركوي چي دوي هم راودانګي اوپه نوروبرخوكي خپل هيوادته وياړلي كارنامي راوړي ددي ترڅنګ دافغانستان ملي لوبډله زماپه نظردنړي دهرهيوادسره دسيالي په ډګركي په هروخت كي ډغري وهلي سي خوكاش چي زموږدولت دخپلوهيوادوالواوهغه كسانوچي دخپل هيوادملي بيرغ په نړي كي هسك اورپانده ساتي دهغويوقوي ملاتړوكړي داسي مواوريدلي چي زموږدكركيټ يوشميرلوبغاړي دډيري مايوسي سره مخ دي اوهغه وعدي چي ددوي سره ترسره سوي هغه سرته نه رسيږي چي ددي باعث كيدلي سي يوه ورځ به هغه قوي دملاتيرچي ټول اوجودورباندي فخراوډيرمغرورګرځي دپښوبه غورځوي زه وايم راسي چي داپنځه ديرش كلني جګړه چي دنورولخوارباندي تپل سوي هغه دځانه څخه لري كړوخودځانه داسي څه لري كول يوازي داسي كارونه يي لري كولاسي چي نن سبادټولوافغانانودزړونوپه كورونوكي ځاي لري هغه هم دكركټ ملي لوبډله ده نن سباپه پدي يوويشتمه پيړكي وګړي هڅه كوي چي يوداسي كارترسره كړي چي په هغه كي دوي دلمرپشان وځليږي اودنړي په كچه يوريكاټ دځان لپاره جوړكړي اودوي يوازي نه دي بلكي يوقوي ملاتړكوونكي اوښه روزونكي لري زه ديوهيوادوال په توګه دخپلوټولومشرانوڅخه غوښتنه كوم چي زموږددي ملي لومبډلي قوي سپورټ وكړي اوددي لوبډلي ترشاپه هرډول چي وي هغه سي ودريږي دلته لااوس هم ځيني داسي كړي شتون لري چي نه غواړي دافغانستان وګړي سرلوړي اوپه هرډګركي دنوري پرمختللي نړي سره سيالي ترسره كړي زموږملي لوبډله په هره معني دنړي دهرهيوادسره په هروخت اوهرزمان كي هرډول سيالي ته چمتوالي لري افغانستان وړاندي تردي دورزش په ډګركي ډيرټيټ ووكچيري داسي ووايوچي بيخي افغانستان پدي كتاركي وونه لاهم ډيره لري خبره نه ده خواوس شكرالحمدالله ددي لوبډلودټولولوبغاړوپه قوي ايمانداري اوزيات كوښښ سره افغانستان دسيالانوسره سيال دي دهمدي په بركت سره راځي چي ټول افغانان خپل قوي اودعزته ډك همت دلاسه ورنكړو لكه څنګه چي زموږدنيكونو اوپلرونوكارنامواودهغويوميړاني ته نړي سرټيټ كړي موږهم داسي دهغويوپرپلوروان اودهغوي دكارنامودراژوندكلوترڅنګ به موخپل ځان هم ورته ښودلي وي چي موږهم دهغه نيكونواوپلرونواولاده يوچي وړاندي تردي هم هرچادافغان په توګه پيژندلي وه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر