۱۳۹۰ شهریور ۲۵, جمعه




د هلمند په گرمسيرولسوالى كې ديوې ليسې ودانى جوړه اوگتې اخيستنې ته وسپارل سوه
ددې ليسې ودانى د پنجشنبې په ورځ د گرمسيرولسوالى په لكي سيمه كې ددې ولسوالى د ملكي اوپوځي چارواكولخوا د پټى په پريكولوسره پرانيستل سوه.
ددې ليسي دپرانيستلو پرمهال د گرمسيرولسوال محمد فهيم گربتي وويل چې د دوى هڅې دادي چې ددې ولسوالى په ټولوهغه سيموكې چې ښوونځي ودانى نه لري ودانى جوړې اوددې ترڅنگ به ورته د مسلكي ښوونكواودرسي توكوپه برابرولوكې هم كوټلي گامونه پورته كړي.
دغه ليسه څلوردرسي خونې،يوه اداري اويوه تحويل خانه لري چې په گرمسيرولسوالى كې د ميشتوايساف ځواكونولخوا په پاخه اواساسي ډول جوړسوي دي.
داپه داسې حال كې ده چې د جمعې په ورځ په گرمسيرولسوالى كې د مارجې،ناوې اوگرمسيرولسوالانود گډې همغږى غونډه هم درلوده چې پكې په يادوولسواليوكې د امنيت د لاټينگښت،بيارغونې اوپرمختگ په برخوبحث وسواولازم تصميمونه ونيول سول.







هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر