۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

يوزراوڅلوره سوه ( 1400 ) تنه ځوانان دملي اوردوليكوته شامل سوله .







يوزراوڅلوره سوه ( 1400 ) تنه ځوانان دملي اوردوليكوته شامل سوله .
په هلمندكي ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اورزني چارواكي وايې ددوي هڅي ګړندي دي څونورهم پدي لاره كي پراخ ګامونه پورته كړل سي اودهيوادملي وسلوال پوځ پرخپلوپښوودريږي .
په ورته وخت كي دملي اوردوپه ليكوكي نوي شامل سوي ځوانان وايې دوي ځكه دملي اوردوپه ليكوكي دشاميليدوهڅه وكړه چي دامهال په ملكي يوډول ننګوي شتون لري .
په هلمندكي ( 1400 ) تنه ځونان دملي اوردوپه ليكوكي شامل سوله .
ددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اوروزني مشرډګروال شاولي ځاځى وايې په يادوځوانانوكي دهيوادبيلابيلوقومونواوولايتونوڅخه ځوانان دملي اوردوپه ليكوكي شامل سوي چي وروسته دترزدكړوبه دخپلوهيوادوالولپاره به دخدمت كولوجوګه وه ګرځي .
دځاځى په خبره دغه ځوانان دكابل دجلب اوجزب دمركزڅخه دهلمنددوه سوه پنځلسم ميوندقول اردودښووني اورزني ځانګي ته معرفي سوي دي .

هغه وايې ددويته به داته اونيوپه موده كي زدكړي وركول سي .
دملي اوردوپه ليكوكي نوي شامل سوي ځوانان وايې دوي دخپل وطن ناخوالوديته اړكړله چي دملي اوردوپه ليكوكي شامل سي اودخپلي خاوري لپاره خدمت وكړي
دملي اوردوپه ليكوكي نوي سرتيري داهم وايې ددي خاري ساتنه يوازي دافغانستان وګړي كولاي سي چي پدي ملك كي ارامي راولي اوټولوپرتوناخوالوته به دپاي ټكي كښيښول سي .
په هلمندكي دشته امنيتي ځواكونوڅخه يوازي دملي اوردوسرتيري دي چي دعاموخلګوسره ښه چلندكوي اوخلګ هم ورسره دخپله وسه مرسته كوي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر