۱۳۹۰ شهریور ۲۸, دوشنبه

په هلمند كې د حرفوي زده كړوله مركزڅخه زرتنه ۱۰۰۰ زده كوونكي فارغه سوله ،






په هلمند كې د حرفوي زده كړوله مركزڅخه زرتنه ۱۰۰۰ زده كوونكي فارغه سوله ،
هغه مراسم چې د يكشنبې په ورځ ناوخته په لښكرگا ه كې ددې مركزپه انگړكې جوړسوي وو پكې د هلمند ولايت مقام د دفتررئيس محمد لعل احمدي،د كاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادروطنوال د يوشميرنوروادارومسؤلينواوبهرنيوميلمنوگډون درلود.
ددې مراسموپرمهال د هلمند د كاراوټولنيزوچارورئيس محمد نادروطنوال وويل چې درى مياشتې وړاندې د مرسي كورپ موسسې په مرسته اود انگلستان د نړيوالې پرمختيايي ادارې په مالي لگښت يې په نوموړي مركزې كې د حرفوي زده كړولكه خياطى،گلدوزى،فلزكارى،بريښنا،موبايل جوړلو،كمپيوټر،كانكور،د موټرد ماشين جوړولواونوروبرخوكې چې ټول ټال شل برخې كيږي كورسونه په لاره واچول چې پكې څه باندې ۱۸۰۰كسانوپه يادوبرخوكې زده كړه پيل كړي اود دولسوبرخوزده كوونكي چې شميره يې زرتنه كيږي له دريومياشتوزده كړو وروسته فارغ اوپاتې نوربه له شپږومياشتووروسته فارغ سي.
د نوموړي په وينا چې په دې جمله كې ۲۵تنومعلولينوهم د خياطى په برخه كې زده كړې ترلاسه كړې اوله فراغت وروسته ټولوزده كوونكوته په اړونده برخه كې سامانونه هم وركړل سوي دي.
ده د هلمند له اوسيدونكووغوښتل چې خپل هغه ځوانان چې روزگارنه لري اويا هم له زده كړوبې برخې دي دې كورسونوته وليږي ترڅود بيكارى ستونزې ته د پاى ټكى كيښودل سي.
په دې مراسموكې د انگلستان دنړيوالې پرمختيايي ادارې استازي مايكل اونيل وويل چې دوى ژمن دي د هلمند ځوانانوته په بيلابيلوبرخود همدې كورسونوله لارې زده كړې وركړي اودالړى به په راتلونكودريومياشتوكې گرمسيراوگرشك اوپه راتلونكي كال كې ناوې اونادعلي ولسواليوته هم وغځوي.
په پام كې ده چې ددې ډول كورسونولړى په هلمند كې د ښځينه و لپاره هم په لاره واچول سي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر