۱۳۹۰ شهریور ۵, شنبه

په لښكرگاه كې د موټربم په چاودنه كې څلورملكي كسان ووژل سول .






په لښكرگاه كې د موټربم په چاودنه كې څلورملكي كسان ووژل سول .
د موټربم د چاودنې له امله چې د شنبې په ورځ د دولسوبجوپه شاوخواكې د لښكرگاه ښارد مخابراتورياست ته څيرمه د يوه تن ځانمرگي بريد كوونكي لخوا چې په كرولاموټركې يې چاوديدونكي توكي ځاى پرځاى كړي چاودنه وركړه .
چي په نتيجه كي څلورملكي كسان ووژل سول اوشاووخواپنځه ويشت تنه ټپيان سوي دي .
دبست روغتون دنرسنګ مديرډاكټربهاولدين افغان نيوزته وويل په زخمي سووكسانوكي شپږتنه عام وګړي .،څلورتنه ملي پوليس دوه تنه سرحدي پوليس اوهمدارنګه ۱۰تنه د ملي اردوسرتيري هم ټپيان سوي دي.
دده په خوله چي وژل سوي كسانوڅخه معلومات نلري چي دزخمي سووكسانودجملي څخه وژل سوواوكه په چاودني كي يه خپل ژونددلاسه وركړي .
دهلمندولايت څخه په خپره سوي خبرپاڼه كي راغلي چي په شهيدانوكې دوه ماشومان،يوه نجلى اود پاخه عمرسړى شامل دي.
داسي ويل سوي چي د دغه ځانمرگي بريد كوونكي د بريد موخه د ملي اردواوپوليسوهغه سرتيري ووچې د په سيمه كې د كابل بانك نماينده گى مخېته د مياشتينى تنخواگانود اخيستلوپه موخه راټول سوي وو.
دخبرپاڼي په خوله د پيښې زخمي سوي كسان دا مهال په روغتون كې تردرملنې لاندې دي اود ټپيانوروغتيا يي حالت د ډاډ وړدى.








هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر