۱۳۹۰ مهر ۵, سه‌شنبه

په هلمند کى ديوه ځانمرګى بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ اوژوبله واوښتل.







په هلمند کى ديوه ځانمرګى بريد له امله لسګونو کسانو ته مرګ اوژوبله واوښتل.
دهلمند دامنيت امر دپيښى په ځاى کى رسنيو ته ويلى دى چى تر اوسه شپاړس تنو ته دپوليسو او ملکى کسانو په ګډون مرګ او ژوبله اوښتى ده.
بل خوادايمرجنسي روغتون ډاكټران وايى په دى پيښه کى نږدى اوه ويشت نفرو ته دپوليسو او ملکى کسانو په شمول مرګ اوژوبله اوښتى ده.

په لښکرګاه ښارکى ديوه موټر بم دچاودنى له امله دملکى کسانو په شمول پوليسو ته درنه مرګ اوژوبله واوښتل.
دغه چاودنه دامنيه قوماندانې مخى ته ديوه قراردادى پردوکان چى پوليسو ته ډوډى پخوى رامنځته سوه .
دهلمند دامنيت امر سمونوال کمالدين شيرزى دپيښى په ځاى کى رسنيو ته وويل تر اوسه شپاړس تنه دملکى کسانو په شمول مړه او ژوبل دى.
شيرزى وويل دغه چاودنه دهغه کس پردوکان رامنځته سوى ده چى پوليسو ته ډوډى پخوى.

په لښکرګاه ښار کى دايمرجنسي روغتون يوتن ډاکتردمړو او ژوبلو شميرترهغه زياته ښيى چى دامنيت امر رسنيو ته ويلى ده
دغه ډاګتر چى دنوم ويلو نه ډډه کوى افغان نيوز ته وويل تر دى دمه دويته اوه ويشت تنه وروړل سوي دي.
پدي پيښه كي زخمي سوي كسان وايې دوي په خپل كاربوخت وه چي يوه لويه چاودنه رامنځته سوله ددوي په خبره هيڅ نه دي پوهيدلي چي ياده چاودنه څنګه رامنځته سوي .
په پيښه كي زخمي سووكسانوافغان نيوزته دچاودني په اړه داسي وويل

دغه پيښه يوازى څوقدمه وړاندى هغه ځاى ته څيرمه رامنځته سوى ده چى يوه نيمه مياشت مخکى دروژى په لمړيو ورځو کى د يوه ځانمرګى بريد له امله چى دنظم عامه پوليسو پرګزمه رامنځته سوو دملکى کسان په ګډون يى نهه ويشت تنو ته مرګ اوژوبله واوښتل.


هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر