

په هلمند د پوليسوله روزنيزمركزڅخه لسگونه پوليس فارغ سول
ياد ۱۰۵تنه پوليس چې پكې 96تنه يې سرتيري اونهه تنه يې افسران دي د تيرواتواونيوپه اوږدوكې ورته د كورنيواوبهرنيوښوونكولخوا د بشري حقونو،پوځي مهارتونو،له خلكوسره د ښه چلند اوپه نوربرخوكې زده كړې وركړل سوې دي چې د چهارشنبې په ورځ د يولړمراسموپه ترڅ كې ورته د 707د پوليسود قوماندانى د مرستيال پاسول نبي جان ملاخيل د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حكيم انگاراوپه هلمند كې د ناټوعمومي قوماندان جنرال ټولن لخوا د فراغت سندونه وركړل سول.
ياد چارواكوپخپلوويناو كې په ډاگه كړه چې دا مهال په هلمند كې پنځه نوي سلنه د پوليسوپه چلند اودندوكې ښه والى راغلى اونورهم هڅې روانې دي چې پوليس د خلكو باورنورهم ترلاسه كړي.
دوى په پوليسوغږ وكړهغه څه يې چې په دې مركزكې زده كړي د خپلودندوپرمهال عملي اوله خلكوسره ښه چلند اوپه ريښتيني توگه د خلكوخدمت وكړي.
د يادونې وړده چې دا له نوموړي مركزڅخه د پوليسود فراغت 27مه دوره ده چې فارغيږي اود تيرودوه كلونوراپه ديخوا له ياد مركزڅخه ټول ټال 3409تنه پوليس فارغ اودا مهال 372تنه نورترروزنې لاندې دي.
د هلمند ولايت مقام مطبوعاتي دفتر سره د لا زياتو معلوماتو يا پوښتنو لپاره په لاندنيو پتو سره اړيكه نيولاي شي. +93 (0) 794 936 486, +93 (0) 0706 047 912, +93 (0) 799 534 053, +93 (0) 700 302 009 ګرځنده تليفون: mda_600@yahoo.com , hgmcpress.helmand.af@gmail.com , hgmcpress.officer1@yahoo.com ايمل ادرس
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر