

دناوي ولسوالي ددرويشت كيلومتره سړك دجوړيدو پرسر رواني ناندرۍ پاته ورسيدلي.
دغه سړك چي دلښكرګاه نه پيل ناوه او ګرمسير ولسوالي له لښكرګاه سره نښلوي دډيرو مودو راهسي يي دمځكه والو او دولتي چارواكوترمنځ دمځكي پرسر ناندرۍ رواني وي .
دناوي ولسوالي خلګوپه خپلومځكوكي دپاخه سړك دتيريدوممانيت ځكه كاوه چي يادسړك ددوي پرشخصي مځكوتيريده .
خودسي شنبي په ورځ دناوي ولسوالي خلګوديوغونډي پرمهال دهلمندوالي سره ژمنه وكړه چي دسړك دجوړيدوڅخه هركلي كوي اوډيرژردي ددي سړك چاري پيل سي ،
داسړك چي دلښكرګاه ښارڅخه پيل دناوي ولسوالي نه وروسته به دګرمسيرولسوالي ترمركزه هم ورسيږي
دسړك پرسرهغه ستونزمنه لانجه پايته رسيدلي چي ددولت اودناوي ولسوالي دخلګوترمنځ راپيداسوي وه
دلښكرګاه ښارڅخه ناوي او دهغه ځاى نه دګرمسير تر مركز هزارجوفت پوري دنږدي يو اتيا كيلومتره سړك دپخيدو چاري ځكه په مياشتو مياشتووزنډيدلي وي چي دناو ي ولسوالي يو شمير ځمكوالو ورته په خپله مځكه كي دتيردو اجازه نه وركوله.
دناوي په ولسوالي كي دخلګوترمنځ اختلافات هغه مهال نورهم زيات سوله چي ځينوخلګودسړك دجوړيدو ملاتړكاوه اوځينونورويې بيادجوړولومخه نيوله ،
خو دراولاړي سوي لانجي دهواري په خاطرهغه خلګوهم هوكړه وكړه چي دوي ته به په عوض كي په لښكرګاه او يا نورو سيمو كي كرهڼيزي مځكي اوياهم رهايشي نمري وركړي.
دناوي ولسوالي ټولوخلګوږغ وكړچي ددي پروژي تدبيق ته چمتو دي چي مځكي يي دسړك په كار كي له منځه ځي.
دناوي ولسوالي دسړك دغه پروژه دوهم ځل دي چي كاربه يې پيل سي خووړاندي تردي هم ددي سړك كار دخلكواودولت ترمنځ دځينوشخړو په خاطر لغوه سوو.
دناوي ولسوالي دغه سړك چي لمړي برخه به يي ديرويشت كيلومتره وي دري ديرش ميليونه امريكايي ډالره لګښت پري راځي. يادپيسي دامريكا دمتحده ايالاتو ددفاع وزارت له لوري وركول كيږي
دهلمند والي محمد ګلا ب منګل دناوي خلكوته وويل تاسو ته به دمځكي په عوض كي كرهڼيزه مځكه ،پيسي اويا هم رهايشي نمري دركول سي .
هغه له اوسيدونكوغوښتنه وكړه چي په ناوه كي دبيا رغوني ټولو كارونوته امنيت برابركړي اوپه دي برخه كي له مرستندويه ادارواو دولت سره مرسته وكړي.
دهلمندوالي وايې دناوي دسړك دجوړيدو لپاره ټولي چاري پوره سوي دي يوازني ستونزه يي دخلكو او مځكه والو سره وه چي پاي ته ورسيدل.
دچارواكوپه خبره دناوي تر دريويشت كيلومتره سړك وروسته ګرمسير او بيا دهغه ځاى نه خانشين ته دسړك دجوړلو كارونه بشپړه سوي دي چي كاربه يې ډيرژرپيل سي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر