دهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانو وركول سوي سهميه كمه ده .
دغه ټكي دهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانودقرعه كشي پرمهال روښان كړ
دوي وايي چي هلمنددنفوس له پلوه دافغانستان له اكثره ولايتونوڅخه زيات دي خوبياهم دحج او اوقافووزارت ورته ډيركمه سهميه ټاكلي ده .
دهلمندوالي وايي چي له اړونده چارواكوسره خبري كوي ترڅودهلمندڅخه حج ته دتلوونكوكسانوشميره نوره هم زياته كړي .
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دهلمندحج اوقافوسرپرست ريس عبدالحميدخان وايي چي سږكال دغه پروسه دتيركال په پرتله له اداري فساداوشخصي اړيكوڅخه پاكه ده .
دي وايي چي له پلازميني كابل څخه راغلي هيت هم له دوي سره دهغه كسانومخه نيولي چي په واسطويي غوښتل حج ته ولاړسي .
دهلمنداوسيدونكي وايي چي دي ولايت ته ډيركمه سهميه وركول سوي ده .دوي غوښتنه كوي چي هرولايت ته دي دنفوس پراساس سهميه وركړي .
دوي وايي چي دكلونوكلونوراهيسي په قرعه كشي كي ګډون كوي خوبيايي هم دكمي سهميي له مخي دوي نسي كولاي چي حج ته ولاړسي .
دهلمندوالي محمدګلاب منګلدددي قرعه كشي دپيل پرمهال وويل چي دا لړي به د تير كال په پرتله ډيره شفافه او د هرډول اداري فساد څخه خوندي وي.
هلمندوالي وويل چې سږكال ۱۱۶۶۳ تنو نومونه ليكلي چي پدي كسانو كي به ۹۳۳ تنه هلمند ته د وركړل سوي سهمي له مخي بيت الله شريفي ته د حج د ادايني لپاره ولاړ سي.
هلمندوالي وايي چي دحج اوقافورياست وزارت له چارواكوسره خبري كوي ترڅوهغه شميري چي له نورو ولايتونوپاته كيږي هغه هلمندته وركړي .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر