۱۳۹۰ مرداد ۱۳, پنجشنبه

دهلمنددپټ څاري اداري کار کوونکو لسګونه ميله وسلي او دوه تنه ترهګر نيولي دي





دهلمنددپټ څاري اداري کار کوونکو لسګونه ميله وسلي او دوه تنه ترهګر نيولي دي
دهلمنددپټ څاري اداري مشروايې دلښکرګاه دامنيت تر انتقال وروسته يي فعاليتونه ډير سوي دي او کولي سي په ډيره اسانې دلښکرګاه او شاخوا سيمو امنيت وساتي
دپټ څاري اداري مشرپداسي حال كي دلښكرګاه دښاردښه امنيت دراويستلوخبره كوي چي يوه اوني وړاندي دمحلي پوليسوقوماندان اوقومي مشرحاجي نورعلي په لښكرګاه ښاركي دخپل كورمخته په ډزوسره ووژل سوو.
پدي اړه نورحال دهلمندڅخه زموږهمكار سردارمحمد سروري راكوي
دهلمنددپټ څاري ادراي کارکوونکو په لښکرګاه ښآر ،نادعلي او نهرسراج ولسواليو کي ګڼ شمير وسلي ،چاوديدونکي توکي اود نيول سووموادوپه توريې دوه كسه هم نيولي .
دهلمنددپټ څاري اداري ريس ډګروال نظرعلي واحدي رسنيو ته وويل دغه توکي يي دلښکرګاه ښار په شمول دنادعلي او نهرسراج ولسوالي په يوشمير مهيمو سميو کي دخلکو په مرسته نيولي دي
دپټ څاري اداري ريس وويل عبدالظاهر او عزت الله يي دنهه ميله توپنګچو پنځه ميله کلاشنکوف،ګڼ شمير ماينونه او دسلګونو عددو مرميو او نورو چاوديدونکو تو کو سره نيولي دي

دى زياته وي وروسته له هغه چي دلښکرګاه ښار دامنيت چاري افغان ځواکونو ته وسپارل سوي ددوي فعاليتونه ډير سوي دي او کولي سي چي دلښکرګاه ښار ترځنګ دنور همسايه سميو امنيتي چاري هم سمبال کړي
په هلمند کي وسلوال طالبان هره ورځ دافغان او بهرنيو سرتيرو دوژلو ادعا کوي خو دولتي مسيولين هم دهغوي په پټن ځايونو چاپي وهي او دوسلو او مهيماتو ترڅنګ يي دافرادو دنيولو خبر ورکوي.
خوډيرى وختونه وسلوال طالبان دخپلو ملګرو دنيولو ادعا نه مني

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر