


ځان وژونكي حمله دهلمندولايت په دورازه كي رامنځته سوه
دغه ځان وژونکي چي په لنګوټه کي يى چاودىدونکي توکي ځاي پرځاي کړي وه اوددي ترڅنګ يې په ملاپوري هم چاوديدونكي توكي بسته كړي وه چارواكي وايې ځان وژونكي غوښتل دولاىت په مىلمستون کي دهىوادخپلواکي ددوه نوىمي کلىزي په مناسبت غونډه کي ځان ته چاودنه ورکړي خودپوليسولخوايې مخه ونيول سول .
پدي بريدكي دري پوليس زخمي سوي اوخپله بريدكوونكي ووژل سوو
دغه ځان مرګى برىدكوونكي چي په لنګوټه کي يي چاودىدونکي توکي خاي پرځاي کړي وه دهلمندولايت په دروازه کي يه پرځان تړل سوي توكي وچول چي له امله يى ىوازي ځان مرګي برىدكوونكي ووژل سوو اودري پوليس يې زخمي كړله .
پىښه دجمعي په ماښام دروژي ماتي پرمهال پداسي حال کي رامنځته سوله چي دولاىت دمقام په مىلمستون کي دافغانستان دخپلواکي دوه نويمه کالىزي په مناسبت غونډه روانه وه
خوپه هلمندكي دالومړي ځل دي چي دخپلواكي ورځ دشپي لمخي لمانځل كيږي لښكرګاه ښاريانودي ورځي په خورازړه ورتوب سره ځكه سترګي په لاره وه چي څواوني وړاندي دلښكرګاه دښارامنيتي واګي دايساف ځواكونوڅخه افغان لوريته په رسيمي ډول وسپارل سوې
اوخلګوتمه درلودله چي نوربه دلښكرګاه ښاردهرډول حملوبمي چاودنواونوروهغه پيښوڅخه په امن كي وي چي لښكرګاه ښاريان يې زوره ولي دي .
خواوس مهال ښاريان ديوډول بيره سره مخ سوي اودكومي ورځي څخه چي امنيتي واك افغان ځواكونوته سپارل سوي دي دادوهم ځانمرګي بريددي چي ترسره كيږي اوبمي چاودني هم ترسره سوي چي دپوليسوترڅنګ يې عاموخلګوته هم مرګ ژوبله اړولي ده .
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر