۱۳۸۸ بهمن ۲۹, پنجشنبه

دهلمندوالي محمدګلاب منګل اويوشميرامنيتي چارواكو دمارجې سيمي كي ديوشميرخلكواودولتي سرتيروسرودليدني پرمهال روان نظامي عمليات بريالي وبلل


دسيمي يوبل تن اوسيدونكي دهلمندوالي محمدګلاب منګل،ددوه سوه پنځم قول اردوقوماندان جنرال ځاځي ،دامريكاسمندري ځواكونوقوماندان جنرال نيكلس اوددوه سوه پنځم قول اردوددريمي پلي لواقوماندان جنرال محي الدين غوري دمارجې دعملياتوپه شپږمه ورځ ددې سيمي دوكيل وزيراولويي چهاراهي سيموته دخپل يوسفرپرمهال دخلكواودولتي سرتيروسره وليدل.
په ليدنه كي خلكوهلمندوالي ته ډاډوركړچي دخپل اسلامي دولت ملاتړبه كوي اوهيڅكله به په خپلوسيموكي دښمنانوته ځاى ورنكړي.
هلمندوالي په مارجه كي دملي اردوهغه سرتيري په نقدي مكافاتوهم وستايل كوم چي دعملياتوپرمهال يي دځانه ميړانه ښودلې وه اوددې سيمي له خلكوسره ښه چلندكړئ.
هلمندوالي په مارجه كي دهغه ماركيټ څخه هم ليدنه وكړه چي پكښي يوه اونۍ وړاندي دمخدره موادوكاروبارپه آزاده توګه ترسره كيده.
دښاغلي منګل په خبره چي مارجې ته دعامه نظم دپوليسو قطعات هم رسيدلې چي چاڼ سوي سيمي ترامنيتي پوښښ لاندي كړي ترڅوافغان ملي اردواوبهرني ځواكونه نوري سيمي چآڼ كړي.
هلمندوالي مارجې ته درسيدلوتازه دموپوليسوسرتيروته دخپلي ويناپرمهال هغوۍ خپلودندوته تشويق اومتوجه كړل اوسپارښتنه يي وكړه چي پوليس بايددخلكوسره ښه چلنداوبرخوردوكړي ترڅوخداى مكړه ولس ځيني ناراضه نسي.
په مارجه كي ميشت دملي اردوسرتيري وايي چي په عملياتوكي په خوراښه مورال پرمخ ځي اوهيڅكله به پرې نږدي چي دښمن خپلوشوموموخوته ورسيږي.
دوى وويل چي افغان ملي اردوسرتيري دخپل هيوادددفاع لپاره مبارزه كوي اوهرسرتيرۍ دپوره اسلامي اخلاقوڅښتن دى چي الله ج هم ورته هروخت برۍ په نصيب كړئ
۱۳۸۸-۱۱-۲۹


دمارجي ولسوالي يوتن اوسيدونكي دمرين ځواكونوسره دخبرويرمهال


دمارجي ولسوالي نازنين ښاراوس كنډواله سوي



دمارجي سرسبزه سيمه داس مهال لپاره تاسواوس ويني




مرين ځواكونه دعملياتوپرمهال





دمارجي په سيمه كي دامريكادمرين ځواكونوديوتن انځور






هلمندوالي په مارجه كي ديوي ډيري موهيمي سيمي څخه ليدنه وكړه






هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر