۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبه

د لښكرګاه په جنوب كي دكوچيني كاريز ديوې وړي سيمې پوره يو سل او تياكورنيو هغه مهال يوازي ځانونه وژغورل چي تيره نيمه شپه دوريدلو اورښتونو له امله دارغند


د كوچيني كاريز يو شمير سيمي د ارغنداب درود ترڅنګ پرتي دي دلته خلګو كورنه ځكه ودان كړي دي چي داوبو د رسيدوددومره ډير حجم اټكل يي نه وو كړي .
دغه يو سل او تيا كورنيو دتيري شپي راهيسي تر شنه اسمان لاندي انسان وژونكي يخ بآد ته شيبي تيري وي .
د دوي يو ماشوم وژل سوي دي او دري تنه يي په بست روغتون كي تر درملني لاندي دي.
د كوچيني كاريزي په اوبو وړي كلي كي نږدي دوه زره څاروي هم اوبو په خپل غيږه كي له ځان وړي دي .
دلته ميشتي كورني اكثريت مالداري لري .
د دوی زيات شمير خوابدي دي له يوې خوا داوسيدو ځای نه لري دبل لوري يي سلګونه مالونه اوڅاروي اوبو وړي دي .
دهلمند دمهاجرينو ريس غلام فاروق نورزى وايي دوي به دكاريز دسيمي خلګو ته په راتلونكو اته څّلويښت ساعتونو كي مرستي او خوراكي توكي ورسوي
په هلمند كي يو سل اواتيا كورني په داسي حال كي اوبه اورودونه دخپل كلي نه دوتلو ته اړباسي چي دهيواد په ګوټ ګوټ كي داورښتونو ،واورو او سيلابونو له امله دزياتو كورنيو حالت دانديښني وړ دى.

تيره ورځ په كندهار او روزګان ولايتونو كي لسګونه كسان دسيلابونو له امله يا خو له كورنو ووتل او ياهم بيړنيو مرستوته اړتيا پيداكړه .

په هلمند كي دغه يوسل او اتيا كورني په داسي حال كي مرستوته اړتيا پيداكوي چي دمارجي دسيمي په شمول دنادعلي ولسوالي نه دبي ځايه

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر