۱۳۸۸ بهمن ۱۴, چهارشنبه

دهلمند مرستيال والي په هغه پراخه غونډه كي ګډون وكړ كوم چي تيره ورځ دكندهار ولايت كي جوړه سوي وه .


هغه پراخه غونډه چي دكندهار ولايت په دوسوه پنځم اتل قول اردو كي جوړه سوه پكي دافغانستان دكورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر ،دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواكه ادارې ريس غلام جيلاني پوپل ، په افغانستان كي دايساف ځواكونو عمومي قوماندان جنرال ماك كريسټل او يوشمير نورودولتي لوړپوړو چارواكو ګډون درلود.
په غونډه كي دولايت دمقام مرستيال عبدالستارميرزكوال دخپلو خبروپرمهال دغونډي برخوالو ته په دې ولايت كي دنادعلي ولسوالي اومارجي سيمي په اړه معلومات وړاندي كړه .
ده وويل ډيرژربه يادو ولسواليوته دولتي ادارې استوي ترڅو په هغه ولسواليو كي دخلكو ستونځو ته دپاي ټكي كيښودل سي .
ښاغلي ميرزكوال ددې ولايت په هغه سيمو كي چي دامهال په ناامنه سيمو ياديږئ دپيل كيدونكو عملياتو په اړه هم معلومات وړاندي كړل . اوزياته يي كړه چي داعمليات به دملي اردو او ايساف ځواكونو په ګډه همږغي په دقت سره ترسره كيږئ ترڅو پكي ملكي اوګړو ته مرګ ژوبله اومالي زيانونه وانه وړي . او زياته هڅه به يي داوي هغه كډوالي كورني چي دجګړي له امله دخپلو سيمو څخه بيځايه سوي بيرته خپلو سيمو ته ستانه كړي .
په پاي كي دكورنيو چارو وزير ښاغلي اتمر دملي اردو او ملي پوليسو دهغه سرتيرو ددندي څخه ستاينه وكړه چي دتيري جمعي په ورځ يي دلښكرګاه ښار د تروريستي پيښي دمخنيوي په برخه كي دځانه وړتياه ښودلي وه .
ده يادو سرتيرو ته ديوي مياشتي بخشيشي تنخوا ترڅنګ ورسره ديوي رتبي ژمنه هم وكړه . او دهغه سرتيرو سره كوم چي ديادې پيښي دمخنيوي په وخت كي ټپيان سوي دي ورته به د درېو مياشتو بخشيشي معاش او هم يورتبه وركول سي
.
۱۳۸۸-۱۱-۱۳

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر