۱۳۸۸ بهمن ۲۵, یکشنبه

دهيواد دمركز څخه يولوړ پوړي هئيت هلمندته دخپل سفر پرمهال دهلمندوالي سره وكتل .


ديكشنبي په ورځ دهيواد مركز څخه دملي دفاع وزير سترجنرال عبدالرحيم وردګ ، دكورنيو چارو وزير محمدحنيف اتمر ،دوسله وال پوځ لوي درستيز بسم الله محمدي ، دكورنيو چارو امنيتي مرستيال محمدمنيرمنګل او دناټو ځواكونو مشرانو هلمندولايت ته ديوسفر پرمهال دهلمندوالي محمدګلاب منګل سره په داسي حال كي وكتل چي دملي امنيت ريس بريد جنرال محمدنعيم او امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد هم حاضروه .
راغلي پلاوي ته لومړي دهلمندپه امنيه قومانداني دسمونيار محمدرفيق شيريار لخوا قطعه تقديم او وروسته ترهغه دپلاوي لخوا دشهيدانو پرمزار باندي دګلو ګيډي كيښودل سوي .
وروسته راغلي پلاوي دهلمندوالي محمدګلاب منګل سره دولايت مقام په دفتر كي وكتل :په كتنه كي دهلمندوالي دوي ته ترښه راغلاست ويلو وروسته دنادعلي ولسوالي دمارجي دسيمي دعملياتو په اړه معلومات وړاندي كړه .
ښاغلي منګل په ياده سيمه كي پيل سوي عمليات بريالي وبلل ده په روانو عملياتو كي دځواكونو ترمنځ پوره همږغي وښوده .
ددوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان جنرال شيرمحمدځاځي او دسهل لويديځ زون دملي پوليسو قوماندان غلام علي وحدت او دهلمنددملي امنيت ريس په وار سره دخپلو معلوماتو په بهير كي وويل چي عمليات په بريالي توګه په مخه روان دي ، دښمن دجګړي توان دلاسه وركړي او دتيښتي لاره ځني وركه ده . دوي په روانو عملياتو كي دملكي وګړو دمرګ ژوبلي او زيان اوښتولو دمخنيوي په اړه وويل چي تردامهال هيڅ يوملكي وګړي ته زيان نه دي اوښتي . او هڅه يي داده ترڅو ملكي وګړو ته دزيان اوښتولو مخه په كلكه ونيسي . او ورته زياته پاملرنه وكړي .
۱۳۸۸-۱۱-۲۵

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر