۱۳۸۸ بهمن ۱۳, سه‌شنبه

'معصومه څېره'، د عبدالصمد روحاني مرثيې

ارواښاد رواحاني له خپلې ځوانيمرگۍ وروسته يوه خپله لورکۍ دوه زامن او دوې ميرمنې د وير پر ټغر کينولې .
'معصومه څېره'
د زموږ د ارواښاد همکار عبدالصمد روحانې په ياد کې ويل شوې دردوونکې شعري ويرنې دي چې په هېواد او بهر کې ليکل شوې دي او هلمند ادبي بهير د يوه کتاب په بڼه خپرې کړي دي .
په دغو مرثيو کې د ارواښاد روحانې د اخلاقو،کاري وړتياو او سړيتوب ستاينه شوې او وژنکي يې غندل شوي دي.
دغه ويرنې ليکوال او شاعر درويش خوندي راټولې کړې دي.
'معصومه څېره' د هغې ټولگې نوم دى چې په په پيل کې يې د صمد روحانې څلور شعرونه راغلي دي او ورپسې هغه ويرنې راغلي دي چې هر تورې يې د اوښکو د څاڅکي په څېرد تخيل پر اننگو څاڅي او لمبه لمبه احساس يې په زړونو کې د ارمانونو کروندې سيځي .
د هلمند ادبي بهير يو تن چارواکى سردارمحمد همدرد چې دغه کتاب يې خپور کړې دى وايي چې په دغو ويرنو کې په رښتيا هم د يوۀ معصوم انسان انځور نغښتى دى :
((دې ټولنه کې چې روحانې صيب وسيدۀ يوازې دا نه چې هغه يو خبريال و،بلکې هغه شاعر هم و ،او ليکنې يې هم کولې زه بايد ته تاسې ته يوه يادونه بايد وکړم چې روحاني صيب په حق ورسيده ، ما داسې کسان وليدل چې هغه عام خلک وو .
خو د روحانې صيب په وير کې يې اوښکې تويولې خلکو له روحاني صيب سره ډيره مينه درلوده،دغه کتاب ته موږ د معصومې څيرې نوم غوره کړې دى نوموړې په رښتيا هم په دغه ټولنه کې يو معصوم انسان و، دا شعرونه د شاعرانو د زړونو اواز دى،تر ډېره په دغو ويرنو کې د روحاني صيب غم او حالات انځور شوي دي .))
ددغو سکروټو سکروټو سوو ساندو شمېره تر څلويښتو ډيره ده چې هره يوه يې د ارواښاد روحانې د مينه والو د زړونو جهانونه غرغنډه کوي، د خوست د سيمې د شاعر لطف الله حسرت په ويرنه کې د حسرتونو درمندونه لمبه لمبه دي :
شهادت يې مبارک شه غرڅنى زلمى مې مــــــړ دىخدايه څنگه صبر وکړم يو تنکى زلمى مې مړ دى
ربه دا څنگه دنيا ده،خدايه څومره خاموشــــي دهيو بې وسه يو بې کسه هلمندى زلمې مې مړ دى
ستا ماشوم په چيغو ژاړي تړمې اوښکى يې بهيږيد شهيد بابا لار څاري څه مسکى زلمى مې مـړ دى
اخترونه د خوشحالۍ زيري بلل کيږي،په دغو ورځو کې هر چاته ياران دوستان ياديږي حمزه بابا ښه وايي :
نن چې اشنا راته ياديږي د اختر مخه دهزړه ته د تيرو حادثاتو د لښکر مخــه ده
خو دغه لښکر هغه مهال پر نازک زړه د اورورينو غشو باران وروي چې د گل په څېر اشنا يې د تورو خاور بندي شوى وي او ديدن وعده يې تر قيامته ځنډيلې وي.
هلمندى شاعر سردار محمد سروري هم اختر ته وايي چې له تانه خوشحالي نه غواړم ځکه چې ارماني يار مې په زړه گرځي .
نه غواړم ستا هيڅ خوشـــحالي اخترهد جانان ياد مې تل په زړه کې گرځي
گريوان دې زما خوارکي ونه گنـــــــــــــــډىارماني يار مې تل په زړه کې گرځـــــــــــــيسره په نکريزو لاس دې نه غــــــــــــــواړمـــه((روحاني)) ياد مې تل په زړه کې گرځي
او محمد نعمان دوست بيا د روحاني وژنه د گل وژنه بولي او د گل وژنه د رنگ ونور وژنه ده د مينې وژنه ده .
(( روحاني)) ځينې خبر شوې چا وژلىهغه گل يې په سرو وينو لمبـــــــــــــولىزه پوهيږم دا خبر منلى نه شـــــــــــــــــــئد گلاب قتل څوک کله شي منلــــــــى
هغه دنگ قد په ملا مات شو راگوزار شود خپل ځان په وينو سور لکه انار شـــــــــــوخپلې حورې يې په دې دنيا کې پريښوېپه جنت کې کومې حورې ته په کار شـــــــو
گرانه ناوې دې په سرو سترگو ژړېــــږيگرانه زوى دې لکه گل هسې رپيـــــــږيته خبريې؟په هلمند کې نن قيامت دىاسويلي لکه اورونه پورته کېـــــــــــــــږي
زموږ همکار عبدالصمد روحاني د هلمند د گرمسير ولسوالۍ په لکړۍ سيمه کې زيږيدلى و خو اصلي ځاى يې د نوزاد ولسوالۍ د شاپشتې سيمې لنگر کاريز وو، خو په وروستيو کلونو کې يې لښکر گاه ښار کې ژوند کاوه .

ارواښاد پنځه وروڼه او څلور خويندې لري او سپين ږيرى پلار او بوډۍ مور يې ژوندي دي، عبدالصمد روحاني د جون په ٧ نيټه د هلمند په مر کز لښکر گاه کې لادرکه او يوه ورځ وروسته يې په ډزو ويشتل شوى مړى د ښار په پنځه کيلومترۍ کې وموندل شود ويرنو په دغه ټولگه کې د صمد روحاني څلور شعرونه هم راغلي دي، چې يو يې په دې توگه دى .
د رڼا څرک
دا تورې شپې دي رڼوو يې په سبا پســـــــــــې ځوهلته يو څوک دى يو څه وينو بس په دا پسې ځو
لاره تيارۀ ده هيڅ ډيوه په لاس کې نه لرو موږموږ ليوني خو لويه خدايه په رڼا پسې ځــــــــو
مينه لـــــــرو مينه پالو د مينې قــــــــــــــــدر کــــووصحرا ته وځو د مجنون غوندې ليلا پسې ځو
قادره خدايه! موږ ته دومره بينايي نصيب کړهچــــــې لاره وينـــو او ټول وايو په اشنا پسې ځو
(( روحاني)) هله به موږ خپل ننگ او نښان وگټوچــــــــــې د نيــــــــکه توره راواخلو په بابا پسې ځو

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر