۱۳۸۸ بهمن ۲۱, چهارشنبه

دهيواددپلازميني كابل څخه يولوړرتبه هئيت چي مشري يي دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي اداري دريس په غاړه وه هلمندته دخپل سفرپرمهال ددولتي مسولينوسره دسيمه ا


ددغه پلاوي مشري چي دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواكه ادارې ريس غلام جيلاني پوپل كوله هلمندته په داسي حال كي سفر وكړ چي د ادارې اصلاحاتو لوي ريس ډاكټر احمد مشاهد ، اوديوشمير نورو وزارتونو نماينده ګان هم ورسره مل وه .
راغلي پلاوي په هغه غونډه كي برخه واخيستله كوم چي دولايت مقام دمجلسونو په تالار ددې ولايت دمرستيال عبدالستار ميرزكوال او يوشمير سكتوري ادارو ريسانو په ګډون جوړه سوي وه .
دولايت دمقام مرستيال دخپلو خبرو پرمهال راغلي پلاوي ته دهلمند ولايت په اړه هراړخيزه معلومات وړاندي كړه .
ده وويل لكه څنګه چي دولت په پام كي لري ترڅو دنادعلي ولسوالي په مارجه او نورو سيمو كي دوسله والو مخالفينو په وړاندي چانيز عمليات ترسره كړي ځكه دولايت ادارې هڅه كړي دهغه كورنيو لپاره كوم چي دعملياتو له امله دخپلو استوګن ځايونو څخه بيځايه كيږئ دمرستندويه موسساتو څخه ورته دخوراكي او البسى توكو مرسته پيدا كړي .
ښاغلي ميرزكوال دنادعلي ولسوالي دجوړسوي پلان په هكله هم خبري وكړي زياته كړه هغه عمليات چي ددښمن په وړاندي ترسره كيږي پكښي دملكي وګړودمرګ ژوبلي په هكله زيات ټينګارسويدي اوهغه سيمي چي پاكيږي پكښي به دښي حكومتداري ترڅنګ ګڼ شميرپراختيايي پروګرامونه دخلكوداسانتياپه موخه په لاره واچول سي .
وروسته دسيمه ايزو ارګانونو دخپلواكه ادارې ريس دخپلو خبرو پرمهال د سفرموخه په دې ولايت كي دسيمه ايزي حكمتداري ټينګښت ، په ناامنه سيمو كي دمخالفينو په وړاندي دپيل كيدوونكو پرمهال دملكي اوسيدونكو دمرګ ژبلي او زيانونو مخنيوي ، په ادارو كي دملكي مامورينو دكاري ظرفيتونو لوړوالي او په دې ولايت كي پرتو ستونځو ته دحل لاري لټول ياد كړل .
ده روښانه كړه چي دهيواد ولسمشر ښآغلي كرزي ورته دنده سپارلي چي لومړي بۀ دعملياتو ترپيل كيدووړاندي دسيمي دخلكو سره خبري كوي او دهغه كورنيوسره چي دعملياتو پرمهال دخپلو سيمو څخه بيځايه كيږئ داوسيدولو ځاي ، دخوراكي او البسي توكو لپاره زمينه برابره وي اوهم به په عملياتو كي دملكي وګړو دمرګ ژوبلي او زيان اوښتو څخه مخنيوي كوي .
پاته دي نه وي چي راغلي پلاوي به په دې ولايت كي دڅو ورځو په اوږدو كي دولس او دولت ترمنځ دفاصلي كمولو او اړيكو ټينګولو لپاره خپلي هلي ځلي ترسره كړي .
۲۰/ ۱۱/ ۱۳۸۸

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر