۱۳۸۸ اسفند ۶, پنجشنبه

دهلمندپه مارجه ولسوالي كي پسله دوه كلنودافغانستان ملي بيرغ په داسي حال كي ورپول سوچي دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي اداري ريس هلمندوالي ،لوپوړوامنيتي چارو


دهلمنددمارجي ولسوالي چي دتيرودووكلنوراهيسي ددولت دوسله والو مخالفينوپه والكه كي وه دپنجشنبه په ورځ په داسي حال كي پكښي دافغانستان ملي بيرغ ورپول سوچي دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي اداري ريس غلام جيلاني پوپل ،هلمندوالي محمدګلاب منګل ،دجنوبي زون دملي اردواوملي پوليسوقوماندانانوجنرال شيرمحمدځاځي ،مل پاسوال غلام علي وحدت ،داخلي اوبهرنيولوپوړوچارواكواوپه سلګونوتنودمارجي ولسوالي قومي مشرانواوعامووګړوګډون كړي و.
دسيمه ايزوارګانونودخپلواكي اداري ريس اوورغلي پلاوي ددي ولسوالي اوسيدونكوته دموقتي ولسوالۍ لپاره ولسوال حاجي ظاهرخان ،اونوروامنيتي مسولين هم معرفي كړل
ښاغلي غلام جيلاني پوپل وويل دجمهورريس حامدكرزي دحكم سره سم په مارجه كي عمليات په دقت سره روان دي چي له نيكمرغه ډيري سيمي پرته دملكي خلكودمرګ ژوبلي څخه چاڼ سويدي .
هلمندوالي وويل په دي ولسوالي كي به نورتروريستانواوبهرنيوجنګ سالارانوته ځاي نه وركول كيږي او دخلكودهيلواوغوښتونوپه پوره كولوسره به ګڼ شميرپرمختيايي اوبنسټيزپروګرامونه په لاره واچول سي ښاغلي منګل دمارجي خلكوته مباركي وويل اودايي دمارجي لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله،
بياپه وارسره دولايتي شوراريس محمدانور،دسهيل لويديځ زون دملي اردو ددوه سوه پنځم اتل قول اردو قوماندان جنرال شيرمحمدځاځي ،دپوليسودجنوبي زون قوماندان مل پاسوال غلام علي وحدت ،اودحج اوقافوريس قاري مختاراحمد حقاني دمارجي پرولس ږغ وكړچي نوردپرديوپه لمسون دهيواداوخاور ي دښمنانانوته وخت مه وركوي چي ستاسوژوندله ګواښ سره مخ كړي اودهيواد اوولس دبربادي لامل وګرځي .
دوي زياته كړه دمارجي اوسيدونكوپوره دوه كاله دويراوماتم په ټغرژوندكاوه اوپه هره برخه كي يي ژونددستونزواوكړاونوسره مخ وه چي له دي وروسته به يي دبچيانولپاره دښوونځيودروازي خلاصي ،روغتيايي اوركرهڼيزي چاري پياوړي اورته به دژوندټولي اسانتياوي وړاندي سي ترڅوداولسوالي دهلمنديوه پرمختللي اوسوله ايزه ولسوالي وګڼل سي .
وروسته دعملياتوپرمهال دمارجي ولسوالي دځپل سوكورنيوسره دخوراكي اوغيرخوراكي مرستي هم ترسره سوي ،
۱۳۸۸-۱۲-۶

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر