۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه








په هلمندکي ۱۳۰ تنه پوليسواو۱۳ تنه ساتنمنانوته د٨ اونيوپه موده کي مسلکي زدکړي ورکول سوي .
دهلمندامنيه قوماندان وايي چي داپوليس به ددي ولايت په هغه نارامه سيموکي ځاي پرځاي کړل سي چي دمګړي يه امنيتي حالات دننګونوسره مخ دي .
دهلمنددپوليسودښوونيزمرکزڅخه دچهارشنبي په ورځ ۱۳۰ تنه پوليسو او ۱۳ تنه ساتنمنانوته د ٨ اونيوپه موده کي ورته پوځي زدكړي ورکول سوي
دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحکيم انګاروايي داروزل سوي پوليس به دهلمندولايت په هغه سيموکي ځاي پرځايي کړل سي چي لااوس هم يي امنيتي حالات دننګونوسره مخ دي .
انګاروايي دوي اوس مهال پوره اماده ګي لري چي دلښكرګاه ښارامنيتي چاري داساف ځواكونوڅخه افغان لوريته وسپاري

هغه وايي دوي هڅه کوي ترڅوپه هلمندکي ټول پوليس مسلکي کړي دده په خبره چي اوس دهلمندپه ځينوسيموکي پوليس مسلکي نه دي اوددوي لپاره يي دښووني اوروزني مرکزونه جوړکړي .
دلښکرګاه ښاردپوليسودښوونيزمرکزڅخه تردي مهاله ۲۶۳۹ تنه پوليس او۵۲۹ تنه ساتنمنان فارغ سوي دمسئولينوپه خبره چي اوس مهال ۳۲۸ تنه پوليس په خپلوزدکړوبوخت
دپوليسودښونيزمركزڅخه داپوليس پداسي حال كي مسلكي زدكړي ترلاسه كوي چي ددي ولايت دګرشك ولسوالي دټولنيزي شوراغړي وايي پوليس غيرمسلكي دي په غلا اوجنايي پيښوكي لوي لاس لري .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر