۱۳۹۰ خرداد ۲۱, شنبه

په هلمند کې پوليسويوه اندازه نيشي توکي کشف او ونيول





په هلمند کې پوليسويوه اندازه نيشي توکي کشف او ونيول
١٥کيلوګرامه هيرويين اولسگونه کيلوگرامه نورنيشي توکي چې په يومازدا موټرکې په ډيرمهارت سره ځاى پرځاى سوي وو دجمعې په ورځ د هلمند د امنيه قوماندانى له نيشي توکوسره د مبارزې د پوليسولخوا د هرات کندها په لويه لاره د لښکرگاه له دوه لارې سره له دوو تورنوکسانوسره نيول سوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال محمد حکيم انگارپه وينا چې د روان کال له پيل څخه يې بيا تردې مهاله يې ٥٠٠٠کيلوگرامه تارياک،١٥٠کيلوگرامه هيرويين،٣٠٠کيلوگرامه چرس،٦٦٠کيلوگرامه کيمياوي توکي،٧٠٠کيلوگرامه جامد تارياک او٢١ميله وسلې يې په څلويښتوقضيوکې له ٥٥تنو تورنوکسانوسره يوځاى نيولي دي.
نوموړى وايي چې نيول سوي کسان دامهال ترعدلي تعقيب لاندې دي.

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر