۱۳۹۰ خرداد ۱۶, دوشنبه

دسنګين ولسوالي اوسيدونكي داساف ځواكونودخپل سري عملياتوڅخه په تنګ راغلي




دسنګين ولسوالي اوسيدونكي داساف ځواكونودخپل سري عملياتوڅخه په تنګ راغلي
داوسيدونكي غوښتنه كوي كه دولت پدي اړه ددوي ستونزوته پوره پاملرنه ونه كړي دوي به دخپلي سيمي پريښوولوته اړسي .
خوځاي چارواكي بيادخلګوخبري ټولي ردوي وايې په سنګين ولسوالي كي هرډول عمليات دافغان ځواكونوسره يوځاي ترسره كيږي .

داساف ځواكونوخپلي سري عمليات اودشپي لخوادخلګوپه كورونوكي چاپي وهل هغه ستونزي دي چي دنسګين ولسوالي اوسيدونكي يه دخپل كورپريښولوته اړكړي دي
ددي ولسوالي داوسيدونكوپه خبره كه دولت ددوي دستونزي لپاره دحل لارونه لټوي دوي به يوځل بياپه خورازياتوستونزوكي راشكيل سي .
اوسيدونكي زياته وي چي دولت بايدپدي اړه جدي ګامونه واخلي .
خوبلخوادسنګين ولسوال محمدشريف دخلګوخبري تريوځايه مني خوځيني خبريې يوازي لنجه جوړول بولي دده په خبره چي ديوي سيمي دعملياتولپاره نه يوازي اساف ځواكونه عمليات كوي بلكي افغان ځواكونه ددوي سره يوځاي اوګډكارپرمخ وړي .
هغه زياته وي چي كله ناكله داډول ستونزي راپيداكيږي خوپه ويناچي دوي داساف ځواكونوسره پدي اړه څوڅوځلي خبري كړي خوترډيرځايه ورته دحل لاره نه ده لټول سوي .
خودايوازي دسنګين ولسوالي اوسيدونكي نه دي چي داساف ځواكودخپل سري عملياتواودشپي پرمهال دهغويوپه كورنوكي لويږي بلكي وړاندي تردي دنادعلي ولسوالي دشاول دسيمي اوسيدونكوهم دورتي ستونزي له كبله ديته اړسوي چي دوسلوالوطالبانوپه ليكوكي دشاميلدوهڅه وكړي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر