۱۳۹۰ خرداد ۲۲, یکشنبه








په هلمندكي دتاريخي كلاګانودغصب به ولويوه نولس كسيزه ډله ونيول سول .
داطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلومياروايې نيول سووكسانودزړي كلاپه سيمه كي تاريخي كلاوي نړولي اوپرځايه نوي وداني جوړه ولي چي مخه يه ونيول سوه
خوبلخوانيول سوي كسان وايې دوي يوازي دپيسوپه بدل كي داكارپرمخ وړي اوخپل ځانونه مزدوركاران ياده وي .
دتاريخي كلاګانودغصب دمخنيوي كميسون يوه نولس كسيزه ډله هغه مهال ونيول چي دزړي كلاپه سيمه كي يه تاريخي كلاګاني نړه ولي اوپرځايه نوي وداني جوړه ولي
دهلمنداطلاعات اوكلتوررئيس عليشامظلومياروايې دۍ كسانودشپي لمخي غوښته چي تاريخي سيمي ونړه وي اومځكه يې غصب كړي
هغه زياته وي دوي پدي اړه پوره پلټني پيل كړي څوټول هغه كسان هم ونيسي چي پدي كاركيه لاس درلودلي وي

مظلومياركه څه هم ددي كسانونيول اوپه ډاګه كول ګرانه خبره بولي خوپه وينايې دوي به خپلوهڅوته دوام وركوي .
خوبلخوابيادتاريخي كلاګانودغصب پرمهال نيول سوي كسان خپل ځانونه ټول مزدوركاران بولي په وينايې چي دوي دپيسوپه بدل كي داكاركاوه
دوي زياته وي چي دشرف الله په نوم يوكس ورته داكارسپارلي ووچي په بدل كي ورته پيسي وركړي وه موغوښتل چي دشرف الله په نوم هغه كس چي ددي تاريخي كلاګانودغصب به ولوامريې كړي پيداكړوخودپوره پوره هڅوسره سره ونه توانيدوچي دهغه نظرهم دځانه سره ولرو
خودنيول سووكسان په خوله چي دشرف الله په نوم داكس په دولت كي كومه دنده نلري خودډيره وخته دزړي كلاپه سيمه استوګن دي .
په هلمندكي نه يوازي تاريخي سيمي غصب كړل سوي بلكي ډيرۍ زراعتي مځكي هم دځينودولتي اوغيري دولتي كسانوله لوري په ډيرمهارت سره غصب كړل سوي چي لادالړي داسي روانه پاته ده

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر