۱۳۹۰ خرداد ۲۳, دوشنبه






دهلمنددګرشك ولسوالي دسيمه ئيزي شوراغړي ادعاكوي چي لس تنه يي وژل سوي دي .
دوي وايي چي له امنيتي ادارو سره دنه همږغي له امله يي دشوراغړي دنامعلومووسله والوكسانوله لوري وژل سوي دي .
دګرشك وولسوالي چارواكي وايي چي دغه وژني دشخصي دښمنيوله مخي سوي دامنيتي ادارو څيړني رواني دي چي عاملين يي ونيسي .
دهلمنددګرشك ولسوالي دسيمه ئيزي شوراغړي وايي چي ددي ولسوالي په مركزكي ورته امنيتي ګواښونه كيږي اودتيريوه كال راپه ديخوايي لس تنه وژل سوي دي .
دوي وايي چي پوښتنه يي نه كيږي اوتردي مهاله يي دشورا دوژل سوو غړو په تورهيڅ څوك نه دي نيول سوي
دوي ادعاكوي چي تورن كسان يي امنيتي ادارو ته ښودلي هم دي خوهغوي يي دنيولوهڅه هم نه ده كړي

دوي وايي چي له ولسوالي اوامنيه قومانداني سره هيڅ همږغي نه لري . په ولسوالي كي په پراخه كچه اداري فسادشتون لري اوپوليس غيرمسلكي دي په غلا اوجنايي پيښوكي لوي لاس لري .
دګرشك ولسوال اميرجان وايي چي دوي دسيمه ئيزي شورا دوژل سوو غړوپه تورتردي مهاله څوك نه دي نيول خووايي چي دغه پيښي دشخصي دښمنيوله مخي ترسره سوي .
ولسوال وايي چي په سيمه ئيزه شوراكي ستونزي دي دشوراغړي په رښتني ډول خپله دنده پرمخ نه بيايي خلك ورځيني شكايت كوي اودوي له شوراڅخه دشخصي ګټو استفادي كوي .
دګرشك ولسوال وايي چي نه يواځي دسيمه ئيزي شوراغړي وژل كيږي بلكي قومي مشران،ښوونكي،روغتيايي كاركوونكي اودولسوالي نور واوسيدونكي هم وژل سوي خولويه ستونزه داده چي دپوليسوپه ليكوكي ځيني كسان شتون لري چي په دغه ډول پيښوكي فعاله ونډه لري .
ګرشك ولسوالي دهلمنديوله هغه ولسواليوڅخه ده چي پدي ورستيوكي په رڼاورځ خلګ وژل كيږي چي ددي دجملي څخه دسيمه ئيزشورادپنځه څلويښت كسانوڅخه ترلسوتنوزيات وژل سوي خولادتردامهاله يې په تورنه يوازي څوك نيول سوي دي بلكي په نښه سوي لاهم نه دي .

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر